سپریم کورټ د ارمي پبلک سکول په پېښه له خپله انده اخستی نوټس راغونډ کړو

دپاکستان سترې محکمې پېښور کې په ارمي پبلک سکول دشوي ترهګریز برید له خپله انده اخستل شوی نوټس راغونډ کړی اؤ ددغه پېښې دپلټنو دپاره جوړ کړل شوي کمیشن ته یې دخپلو پلټنو سرته رسولو دپاره دیوې میاشتې نور مهلت ورکړی دی

د دوشنبې په ورځ ستره محکمه کې ددې دوسیې د اوریدنې پر مهال مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار پوښته کړې چې “مونږ کمیشن جوړ کړی ؤ ایا دغه کمیشن خپل راپور جمع کړی دی؟”

عدالتي کمیشن څه وکړل؟

دخیبر پښتونخوا دولتي وکیل مشر قاضي ته ویلي چې تر اوسه ۱۴۷ګواهانو خپل بیانونه ثبت کړي اؤ۱۰۹ ګواهان پاتې دي ترڅو چې دهغوئ بیانونه نه وي اخستل شوي ترهغې راپور محکمه کې نه شي جمع کیدلی.

دحکومتي وکیل له دغه دریځ وروسته سترې محکمې امر کړی چې” اوس مونږ دا معامله راغونډوؤ اؤ کله چې راپور بشپړ شي بیا باید محکمې ته وسپارل شي”

په ارمي پبلک سکول دشوي برید د پلټنو دپاره په دې وروستیو کې دسترې محکمې لخوا جوړ کړل شوي کمیشن دپېښور پخوانی کور کمانډر جنرال(ر) هدایت الرحمان،دپښتونخوا دپولیسو پخوانی مشر ناصر خان دراني اؤ نور هم پوځي اؤ پولیس افسران دبیانونو اخستو دپاره رابللي وؤ.

عدالتي کمیشن د 95 کسانو د بیانونو لپاره درخواستونه ورکړي وو، چې په هغوی کې د وژل شوو ماشومانو کورنۍ، عیني شاهدان او ځینې سرکاري چارواکي هم شامل وو.

د وژل شوؤ ماشومانو پلاران څه وایي؟

د آرمي پبلک سکول په خونړۍ پېښه کې د وژل شویو ماشومانو کورنۍ هم بیانونو ته ور بلل شوې دي، چې په دوی کې د یوه وژل شوي ماشوم پلار ایډوکېټ فضل خان هم شامل ؤ هغه تیره اوونۍ وي.او.اې ډیوه ته ویلي وؤ “پکار وه چې دا پلټنې په سمه توګه شوې وای خو وایي ډېر ورته خوشبینه نه دی”

"موږ غوښتل چې زموږ له خوا څه کمی را نه شي ، موږ نه چې حکومت یا ادارې څه مرسته غواړي موږ خپل بیانات ورته وړاندې کړو، د صوبایي او مرکزي حکومت کوم واکداران چې هغه وخت وو باید هغوی را غوښتل شوي وی او په تفصیلي توګه د هغې پېښې پلټنه او تحقیق شوی وی"

د آرمي پبلک سکول د پېښې د پلټنې لپاره د وژل شویو ماشومانو کورنیو له تېرو څلورو کلونو د عدالتي کمېشن لپاره دوامداره غوښتنې کولې، چې بالاخر د 2017م کال په اکتوبر میاشت کې سپریم کورټ د پېښور هایکورټ د یو قاضي اشتیاق ابراهیم په مشرۍ دغه عدالتي کمېشن وټاکلو.

سپریم کورټ عدالتي کمېشن ته امر کړی وو چې په شپږو اوونیو کې ورته د پلټنو رپوټ وړاندې کړي، خو کمېشن د رپوټ د بشپړولو لپاره له عدالت څخه د نور وخت غوښتنه کړې وه او دغه پلټنې لا هم روانې دي.

دپېښې پس منظر

د 2014م کال د دسمبر په 16مه په پېښور چاوڼۍ کې دننه وسلوالو پر آرمي پبلک سکول د ترهګرۍ ډله ییز کړی وو، چې د شاوخوا 150 تنه یې وژلي وو او په دوی کې د سکول د استادانو په ګډون 132 ماشومان هم شامل وو.

د دې برید ذمه واري د پاکستاني طالبانو تحریک منلې وه. د دې تحریک ویاند هغه مهال احسان الله احسان وو، چې د دغې پېښې ذمه واري یې پر غاړه اخیستې وه، خو د 2017م کال په اپرېل میاشت کې هغه پاکستاني پوځ ته تسلیم شو او تر اوسه د هغوی په ولقه کې دی.