د پښتون ژغورنې غورځنګ 15 پلویان له اډیاله زندانه خوشي شول، دوه لا بندیان دي

واشنګټن ــــ د پاکستان د پینډۍ اډیاله زندان د دې هېواد یو له هغو زندانونو دی چې په یوه کال کې دننه د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونو پلویان درې ځله پکې بندیان شول.

د تېر کال په جون کې د دې تحریک 37 غړي څو اوونۍ په دې زندان کې بندیان وو، خو د هغوی تر خوشي کېدو سمدستي وروسته د دې تحریک یو بل فعال غړی حیات پرېغل په دې زندان کې بندي شو او تر شاوخوا درې میاشتې بند وروسته په ضمانت خوشي شو.

د فبرورۍ پر پېنځمه په اسلام اباد کې بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ 18 پلویان هغه وخت ونیول شول، چې د خپل یوه مشر ارمان لوڼي د وژنې په ضد یې احتجاج کاوه. په دغو کسانو کې ټولنیزه فعاله ګلالۍ اسماعیل هم شامله وه، چې دوې ورځې مخکې را خوشې شوه او پینځله تنه نور یې تېره شپه په ضمانت له اډیاله زندانه را خوشي شول، خو د دې تحریک دوه فعال غړي عبدالله ننګیال او ادریس مسید لا هم په زندان کې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ تېر کال په همدې نن ورځ د فبرورۍ په 10مه نېټه په اسلام اباد کې خپل لس ورځنی احتجاج پای ته رسولی وو، خو مشران یې وایي چې تر یو کال تېرېدو وروسته یې له پینځو مهمو غوښتنو څخه یوه مهمه غوښتنه- چې جبري ورک خلک دې عدالتونو ته وړاندې شي- نه یواځې پوره شوې نه ده، بلکې اوس یې د پاکستان امنیتي ادارې وخت په وخت د هغو ورکو خلکو لپاره ږغ پورته کوونکي فعالان هم نیسي او زندانونو ته یې اچوي.

په دغو کسانو کې یو هم عالمزېب مسید دی چې له پښتونخوا او پخوانیو قبایلي ضلعو د جبري بې درکه شوو خلکو لپاره یې ږغ پورته کاوه. عالمزېب مسید د جنورۍ په 21مه په کراچۍ کې په دې تور نیول شوی چې وایي هلته یې د جنورۍ په 20مه په جلسه کې د ریاستي ادارو په ضد وینا کړې وه.

پښتون ژغورنې غورځنګ د عالمزېب مسید او د خپلو درو نورو پلویانو د بندي کېدو په ضد د جنورۍ پر 24مه په کراچۍ کې احتجاجي ناسته پیل کړې، چې لا هم دوام لري. د پي ټي ایم د کراچۍ مشران وایي حکومتي چارواکو د دوی غوښتنې نه دي منلې او دوی به خپل احتجاج ته دوم ورکوي.

پرون د کوټې یوه عدالت هم په دې ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه شپږ غړي په ضمانت خوشي کړي، چې د جنورۍ پر 31مه یې د کوټې د پریس کلب مخې ته د لورالای د تېرې میاشتې د وسلوال برید په ضد احتجاج کاوه او پولیس د ریاستي ادارو په ضد نعرو وهلو په تور نیولي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، دا مهال د دوی اته کسان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان دي، چې په دوی کې عبدالله ننګیال او ادریس مسید د پینډۍ په اډیاله زندان کې، عالمزېب مسید، اختر خان، اکرام الله او احسان الله د کراچۍ په زندان کې، ولایت شاه اپریدي د کوهاټ په زندان کې او عارف وزیر په وزیرستان کې بندي دی.

د پاکستان په ټولو ښارونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو په ضد په جوړو شویو مقدمو کې پولیس تور لګوي، چې دوی پخپلو جلسو او احتجاجونو کې د ریاستي ادارو خصوصاً د پوځ په ضد شعارونه ورکوي او خلک پاروي.