واشنګټن ــــ په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو د دې ګام غندنه شوې چې د امریکې د معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز له هغې ګڼې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین مضمون ایستل شوی چې د پاکستان په ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼه کې چاپېږي.
په پاکستان کې د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې یوه ایډیټر د خپل نوم د نه څرګندولو په شرط وي.او.اې ډیوه ته وویل "موږ ته چا نه دي ویلي چې دا مضمون مه خپروئ بلکې موږ پخپله د سیلف سنسرشپ په توګه خپور نه کړ".
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د فبرورۍ په 11مه د منظور پښتین مضمون خپور کړی وو، چې سرلیک یې وو (پوځ وایي پښتانه غداران دي. موږ یواځې خپل حق غواړو) او دا لومړی ځل وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر مضمون ته په یوه نړیواله ورځپاڼه کې ځای ورکړل شوی وو.
په پاکستان کې د خبریالانو تنظیمونو څو ځله دا ویلي چې د هېواد د ځواکمنو قوتونو له خوا د رسنیو ادارو ته ویل کېږي، چې څه په ټیلیویژنونو او ورځپاڼه کې خپاره یا نه کړي. د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور هم څه موده وړاندې ښه په جار خبریالانو ته ویلي وو، چې د پاکستان په اړه دې مثبت رپوټونه ورکوي.
د خبریالانو د ژغورنې نړیوالې ادارې سي پي جې تېر کال پخپل یوه رپوټ کې ویلي وو، چې پاکستاني پوځ په پټه خوله خو په اغېزمن ډول رسنۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
پر ټولنیزو رسنیو په پاکستان کې د نیویارک ټایمز د چاپ شوې ورځپاڼې په خپاره شوي عکس کې لیدل کېږي، چې د منظور پښتین د مضمون ځای سپین ساتل شوی دی. د سنګاپور سټېرټس ټایمز ورځپاڼه د اې ایف پي خبري ایجنسۍ له خولې وایي، د مضمون په خالي ځای کې داسې لیکل شوي دي:
"مضمون په پاکستان کې زموږ پبلشنګ الاینس نه دی چاپ کړی. نیویارک ټایمز او د دې ورځپاڼې د ادارې کسان د دې مضمون په لرې کولو کې څه رول نه لري".
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د پیپلز ګوند یوې مشرې حنا رباني کهر پر ټویټر د منظور پښتین د مضمون لینک خپور کړی او حیراني یې څرګنده کړې چې دا مضمون څنګه په پاکستان کې نه دی خپور شوی. مېرمن کهر لیکلي:
"د رسنیو مدیران څومره بیداره دي، آیا تاسې پاکستانیان له دې بې ضرره مضمونه ژغورل غواړئ چې ټوله نړۍ یې لوستلای شي. پي ټي ای ته سپارښتنه کوم چې په داسې د خندا وړ انتظام سره د هېواد د سپکاوي مخه ونیسي".
Shocked that this was censored in Pakistan. How smart r the media managers- are you protecting Pakistanis from this innocuous piece that the whole world is able to read. Would recommend #PTI stop embarrassing the country from such ludicrous ‘management’ https://t.co/TvMtmJV8f0
— Hina R Khar (@HinaRKhar) February 12, 2019
په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو څېړونکي محمد تقي پر ټویټر لیکلي "یو داسې هېواد چې یوه ټیټ رتبه کرنل یې د خپل ملک د باني د 1947م کال د 11م اګست وینا له منځه یووړه، د منظور پښتین کالم یې سنسر کړی دی، اووه لسیزې وشوې، د حیرانۍ خبره ده".
The country in which a lowly colonel purged its founder’s August 11, 1947 speech, censors #ManzoorPashteen’s column, seven decades on; surprised?#Pakistan #PressInChains https://t.co/lc3fICpo9V
— Mohammad Taqi (@mazdaki) February 12, 2019
په پاکستان کې له تېره یوه کاله راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ پراخو احتجاجونو او ولسي غونډو ته پاکستاني رسنۍ هیڅ ځای نه ورکوي، خو دا لومړی ځل دی چې له یوې نړیوالې ورځپاڼې یې هم د دې تحریک د مشر مضمون ایستلی دی.
که څه هم په پاکستاني مېډیا کې د منظور پښتین یا پي ټي ایم ته ځای نه ورکول کېږي، خو په بهرنۍ نړۍ کې په خاصه توګه د امریکې، برتانیې او د یورپ په ځینو نورو هېوادونو کې د دغه تحریک په اړه په رسنیو کې وخت په وخت مقالې او رپوټونه خپرېږي.
د برتانیې معتبرې ورځپاڼې دي ګارډین د منظور پښتین لپاره په یوه مقاله کې د لاتیني امریکې د انقلابي مشر چېګوېرا نوم کارولی وو او د امریکې مشهورې رېډیو اي پي آر ورته په یو رپوټ کې د "ځلنده ستوري" لقب ورکړی وو.
د زینب حسېن په نوم د کراچۍ یوې اوسېدونکې پر ټویټر لیکلي چې "په پاکستان کې د نیویارک ټایمز له ګڼې د منظور پښتین مضمون ایستل شوی دی. تاسې که د پښتون تحفظ موومنټ ملاتړ کوئ که نه، دا ډول په ښکاره سنسرشپ د خندا وړ دی".
Manzoor Pashteen%27s article was left out of the @nytimes print in Pakistan. Whether you support the Pashtun Tahafuz Movement or not, this kind of blatant censorship is ridiculous pic.twitter.com/SoccEuQ9ui
— Zainab (@ZainabHusainn) February 12, 2019
منظور پښتین په خپل دې مضمون کې د پاکستان په پښتني سیمو خصوصاً قبایلي ضلعو کې د خلکو د جبري ورکېدو او غیرعدالتي وژنو تور پر پاکستاني پوځ ور اچولی او لیکلي یې دي، چې د پاکستان زورور پوځ هڅه کوي د دوی تحریک ختم کړي.
د پاکستان حکومت او پوځ دواړه د پښتون ژغورنې غورځنګ پینځه غوښتنې آییني او قانوني ګڼي، خو پر پوځ باندې لګېدلي تورونه په کلکه ردوي او وایي چې پوځ په قبایلي ضلعو کې ترهګر وځپل، خو پي ټي ایم د خلکو له نظره د پوځ لاسته راوړنې پټول غواړي.