د کشمیر پېښې پر سر د هند او پاکستان تاوتریخوالي کرکټ ته هم لاره کړې

د پاکستان او هند جګړه اوس د کرکټ میدان ته هم خوره شوې ده او د دواړو هېوادونو لوبغاړي په دې اړه بیانونه ورکوي.

د هند وتلي بېټسمېن سچن ټنډولکر په یوه تازه بیان کې ویلي، چې هند دې د کرکټ په راتلونکي نړیوال کپ کې پاکستان ته ماتې ورکړي او دی نه غواړي چې هند دغه دوه پواینټونه وبایلي.

د هند پخواني کپتان او مشهور تبصره کوونکي سُنېل ګواسکر هم د کشمیر تر وروستي ترهګر برید وروسته پخپل یوه بیان کې ویلي، چې ویرات کولي او د هغه لوبډلې ته پکار دي چې د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د پاکستان د کرکټ لوبډلې کپتان سرفراز احمد هم د پلوامه پېښې په تناظر کې هندي کرکټرانو ته په ځواب کې ویلي، دا ډېره د افسوس خبره ده چې د دواړو هېوادونو په تاوتریخوالي کې کرکټ په نخښه کېږي.

سرفراز احمد ویلي: "د هند او پاکستان لوبه باید پر ټاکلي وخت وشي ځکه چې په میلینونو خلک د دغې لوبې کتلو ته لېواله دي. کرکټ باید د سیاست ښکار نه شي".

په ټولنیزو رسنیو هم پر هند نیوکې شوې چې کرکټ له سیاسته جلا وساتل شي او د پاکستان او هند د نړیوال کپ لوبه په خپل وخت وشي.

د هند د کرکټ ځینو چارواکو ویلي وو، د کرکټ نړیوالې شورا ته به خط لیکي او ورڅخه غواړي به چې په نړیوال کرکټ کپ کې پر پاکستان بندیز ولګوي.

خو د هند کرکټ بورډ د زیارت- پنجشنبې په ورځ ویلي، داسې کوم قانوني لار نه شته چې له مخې یې په پاکستان په راتلونکي نړیوال کپ کې بندیز لګېدای شي. د پریس ټرسټ آف انډیا تر مخه د هند کرکټ بورډ بي سي سي آی یو چارواکي ویلي:

"داسې هیڅ کومه قانوني لاره نه شته چې په پاکستان بندیز ولګول شي، د کرکټ نړیوالې شورا د آیین تر مخه ټول غړي هېوادونه په نړیوال کپ کې برخه اخیستلای شي چې د دې لپاره د ازموینې تر پړاو تېر شوی وي".

دا بیان له هغه وروسته خپور شوی چې د هندي رسنيو ترمخه هند هڅه کوي د کرکټ په راتلونکي نړيوال کپ (۲۰۱۹) کې د پاکستان په ګډون بندېز ولګوي.

د ټايمز اف انډيا ترمخه د سپريم کورټ جوړې انتظامي کمېټۍ د کرکټ نړیوالې شورا (ايي سي سي) ته په دغه اړوند خط ليکلي چې په پاکستان د ۲۰۱۹ په نړیوال کپ کې په ګډون بندېز ولګوي يا هند د دغو سياليو څخه ځان بهر کړي.

په عین حال کې د اولمپیک نړیوالې کمېټۍ د هند هغه ټول درخواستونه رد کړي دي چې په راتلونکي وخت کې به د لوبو د نړیوالو سیالیو کوربتوب کوي. د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې دا فیصله نړیوالې کمېټۍ وروسته له هغه کړې چې هند دوو پاکستاني لوبغاړو ته ویزه ور نه کړه.