دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي پاکستان دخپلې دفاع بشپړ حق لري اؤ دهند دوه الوتکې یې دخپلو هوایي حدونو څخه په سرغړونه رانسکورې کړي دي .
دچهارشنبې په ورځ پخپله ټوئټر پاڼه دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل لیکلي “په لائن اف کنټرول دپاکستان ددې کارروایۍ یوازینی مقصد دخپل حق څخه دفاع کول وؤ اؤ مونږ دخپلې دفاع بشپړ توان لرو”
دپاکستان دپوڅ ویاند میجر جنرال اصف غفور دچهارشنبې په سحر خپل یو ټوئټ کې دعوه کړې چې دپاکستان جنګي الوتکو دخپلو حدونو څخه په سړغړونه دهند دوه جنګې الوتکې رانسکورې کړي اؤ تباه کړي دي.
پوځي ویاند دعوه کړې ده چې دهند یوه الوتکه په پاکستاني اؤ بله هندي کشمیر کې غورځېدلې ده.
#Pakistanstrikesback #PAF undertook strikes across LoC from Pakistani airspace. Sole purpose of this action was to demonstrate our right, will and capability for self defence. We do not wish to escalate but are fully prepared if forced into that paradigm#PakistanZindabad
— Dr Mohammad Faisal (@ForeignOfficePk) February 27, 2019
پاکستان دغه ګام وروسته له هغې اخستې چې تیره ورځ هندي چارواکو وویل دپاکستان دخیبر پښتونخوا په بالاکوټ سیمه کې یې دترهګرې ډلې جیش محمد د ترهګرو ځالې په بمونو ویشتلي اؤ ګڼ شمیر ترهګر یې وژلي دي.
دهند ددغه دعوې نه څو شیبې وروسته دپاکستان دپوځ ویاند ګواښ کړی ؤ چې اوس دې دپاکستان ځواب ته هم انتظار وکړي.
دبهرنیو چارو ددفتر ویاند پخپل ټوئټ کې ویلي “مونږ تاؤ تریخوالی نه غواړو خو که چرې مجبوره کړل شو نو بیا په بشپړ ډول چمتو یو”
هند لا په رسمي ډول دپاکستان ددې دعوې په اړوند خپل غبرګون نه دی ښودلی.
دپاکستان اؤ هند ترمینځ اړیکې روانه میاشت په ۱۴مه فرورۍ وروسته له هغې سختې تاوژنې شوي چې دهند په پلوامه سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه۴۹ هندي سرتیري ووژل شول.
ددغه ځانمرګي برید ذمه واري تندره مذهبي ډلې جیش محمد قبوله کړې ده خو هندي چارواکو یې پړه دپاکستان په پوځ اؤ استخباراتي شبکه ایي ایس ایي وراړولې ده.