دملګرو ملتونو لخوا دهند اؤ پاکستان تاؤتریخوالي کمولو کې دمنځګړتوب وړاندیز

دملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتریس دپاکستان اؤ هند ترمینځ دسیوا شوي تاؤ تریخوالي راټیټولو په لړ کې له خپله انده د مینځګړتوب وړاندیز کړی اؤ په دواړو هیوادونو یې غږ کړی چې تاؤ تریخوالی د هیچا په ګټه نه دی.

د ملګرو ملتونو دعمومي سکتر ویاند ویلي چې ښاغلي انتونیو ګوتریس نن د زیارت په سحر دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ټیلي فوني تماس نیولی اؤ هند سره یې هم له بیلابیلو لارو رابطې کړي دي.

ویاند ویلي چې دملګرو ملتونو عمومي سکتر دهند اؤ پاکستان تاؤ تریخوالي ته دبې کچه اندېښنې په نظر ګوري اؤ غواړي چې دغه دواړه هیوادونه باید سیمه کې دامن اؤ ثبات دپاره خپل رول ترسره کړي.

ویاند دا هم ویلي چې ملګري ملتونه دهند اؤ پاکستان ترمینځ دپیدا شوي تاؤ تریخوالي د راکمولو هڅې کوي خو که هند اؤ‌ پاکستان اماده شي نو عمومي سکتر به ددې شخړې په هواري کې منځکړتوب ته هم ور وړاندې شي.

په دې وروستیو کې دهند اؤ پاکستان ترمینځ اړیکې وروسته له هغې بې کچه تاوژنې شوي چې په ۱۴مه فبرورۍ دهند په پلوامه سیمه کې یو ځانمرګي برید کې ۴۹ هندي سرتیري ووژل شول.

ددغه ځانمرګي برید ذمه واري جیش محمد ډلې پغاړه اخستې اؤ هند یې پړه دپاکستان په پوځ ور اړولې ده.

اوړمه ورځ هند دعوه کړې وه چې دپاکستان دخیبر پښتونخوا بالاکوټ سیمه کې یې دخپلو جنګي الوتکو دلارې دجیش محمد دترهګرو تر ټولو ستر مرکز په نخښه کړی چې له هغې وروسته دچهارشنبې په ورځ پاکستاني پوځ د دوؤ هندي الوتکو د رانسکورولو دعوه وکړه.

د دواړو هیوادونو حکومتونو خپلو پوځونو ته دیو بل دکړنو په ضد دهر رقم ګامونو اخستلو واک سپارلی دی اؤ که چرته دواړه هیوادونه دامن خبره کوي نو هلته یو بل ته د اشارو په ژبه کې ګواښونه هم کوي