اشرف غني:سوله راځي خو زغم اؤ تدبیر غواړي

تېر ماښام په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردوسرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره لیدنو کې ولسمشر غني ویلي “هغوی چې خیال کوي د افغانستان اردو به ویجاړه او هلیکوپترې به د کباړ په بیه په نورو وپلوري، سل ځله دې بیا فکر  وکړي”

دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي هرځل دسولې راتګ سره جګړه شدت مومي خو اوس سوله راتلونکې ولې زغم اؤ تدبیر غواړي.

تېر ماښام په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردوسرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره لیدنو کې ولسمشر غني ویلي هغوی چې خیال کوي د افغانستان اردو به ویجاړه او هلیکوپترې به د کباړ په بیه په نورو وپلوري، سل ځله دې بیا فکر وکړي

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ولسمشر ښاغلي غني وویل چې دافغانستان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونه ورځ تر بلې غښتلي کیږي اؤ دولت سوله هم د دوئ دقوت له برکته کوي.

هغه امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو ته وویلد وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه خپل سر ورکوم، خو تاسې له لاسه نه ورکوم

اشرف غني وویل د سرتېرو د تلفاتو د راکمولو په موخه باید ټول لازم اقدامات وشي اؤ د اکمالاتو، امتیازاتو او حقونو برخه کې شته ستونزې باید په اساسي توګه حل شي

هغه زیاته کړه، سپمول شوې پیسې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته ورکړل شي.

ولسمشر اشرف غني چې تیر ماښام کندهار ولایت ته دسیلاب ځپلو خلکو پوښتنې له ورغلی دغلته یې دسیلاب ځپلو سره د دولت لخوا دمرستو اعلانونه کړي اؤ ویلي یې دي چې دولت به په یو مشکل وخت کې هم خپل ولس یوازې نه پریږدي.

په کندهار کې وروستیو بارانونو سخت زیانونه اړولي اؤ په دغو بارانونو اؤ سیلابونو کې دلسګونو کسانو دمړینې ترڅنګ په زرګونو کورونه هم اوبو لاهو کړي دي.

اشرف غني وویل د مړو اؤ زخمیانو کورنیو سره به نغدي مرستې کیږي اؤ دچا کورونه چې زیانمن شوي هغوئ ته د کورونو دبیا جوړولو دپاره دولت پېسې ورکوي