د افغانستان د صدر اشرف غني وياند د هالېنډ د يوې ژورنالسټې هغه ادعا په سختۍ سره رد کړې چې د طالبانو مشر ملا عمر په زابل کې د امریکايي ځواکونو د اډې سره نزدې اوسېدو.
ژورنالسټې په خپل کتاب " د دښمن لټون" کې ويلي چې د طالبانو مشر د څو کلونو پورې د امریکا د يوې پوځي اډې سره نزدې پټ اوسېدو.
د افغان ولسمشر وياند هارون چخانسوري په ټويټر د هالېنډ د ژورنالسټې ادعا ته په غبرګون کې ويلي،
"مونږ دغه ادعا په کلکه ردؤ او ګڼو چې دا د طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته د هویت ورکولو یوه هڅه ده، مونږ پوره شواهد لرو او هغه ښايي چې هغه (ملا عمر) په پاکستان کې اوسېدو او هلته مړ دی".
We strongly reject this delusional claim and we see it as an effort to create and build an identify for the Taliban and their foreign backers. We have sufficient evidence which shows he lived and died in Pakistan. Period! https://t.co/G2OsrNDGm0
— Haroon Chakhansuri (@hchakhansuri) March 11, 2019
د فرانس د خبري ادارې ترمخه د هالېنډ ژورنالسټې بيتي ډام په خپل کتاب کې ويلي د دغه کتاب دپاره يې په پينځه کاله موده کې مواد راټول کړي او هغه د ملا عمر د ساتونکي جبار عمري سره مرکه هم کړې ده.
هغې ويلي د طالبانو د واک ختمېدو وروسته عمري ملا عمر پټ ساتلی ؤ او حفاظت يې ورله کولو.
په ۲۰۰۱م کې د ۹/۱۱ د پېښو د ترهګر بریدونو وروسته امریکا په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور کړی او د ملا عمر په سر يې د يو کروړ روپو انعام اعلان کړی ؤ.
ژورنالسټې په خپل کتاب کې ادعا کړې چې ملا عمر په زابل کې په يو وړوکي کور کې پټ ؤ کوم چې د امریکا د پوځي اډې سره نزدې وو.
هغې دا هم ويلي امریکايي پوځيان دوه ځله دغه کور ته نزدې ورغلي خو د دغه کوټې چې ملا عمر پکې ؤ د هغې د تلاشۍ يې نه وه کړې او تېر شوي وو.
طالبانو په ۲۰۱۵م کال کې د ملا عمر د مړينې پخلی کړی ؤ.
خو د ۲۰۱۵م د جولايۍ په مياشت کې د ملا عمر د مړينې د خبر مخې ته راتلو په مهال د اشرف غني د دفتر لخوا په جاري شوي بيان کې وئيل شوي ؤ چې د طالبانو مشر په کال ۲۰۱۳م کې ساه ورکړې وه .
د اشرف غني د دفتر څخه په جاري شوي بيان کې وئيل شوي ؤ "د افغانستان اسلامي دولت د بااعتماده معلوماتو په بنیاد، ددې خبرې تصدیق کوي چې د طالبانو مشر د کال ٢٠١٣ د اپریل په میاشت کې پاکستان کې مړ شوی دی".