زلمی خلیلزاد:افغانستان څخه دامریکایي پوځیانو وتل به کلونه وخت ونیسي

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې طالبانو سره دسولې خبرو کې تر اوسه هیڅ غوڅ تړون ته نه دی رسیدلی خو افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل به کلونه وخت ونیسي.

برتانوي خبري شبکې بي بي سره مرکه کې هغه دافغان دولت دا تورونه رد کړي چې ګنې طالبانو سره دسولې دخبرو دلارې زلمی خلیلزاد پخپله افغانستان کې واک ته رسیدل غواړي اؤ ویلي یې دي “زه افغانستان کې دځان دپاره هیڅ شخصي پروګرام نه لرم”

روانه میاشت دافغانستان دملي امنیت صلاح کار حمدالله محب واشنګتن کې په زلمي خلیلزاد تور لګولی ؤ چې غواړي طالبانو سره خبرو کې دلندمهاله حکومت دلارې پخپله واک ته رسیدل غواړي اؤ افغان حکومت یې په قصدي توګه ددې خبرو نه یوې ډډې ته ساتلی دی.

امریکا د لوړپوړي دولتي چارواکي دا تورونه په سختۍ سره رد کړي وؤ اؤ دا یې دامریکا دبهرنیو چارو په وزارت یو لفظي برید ګرځولی ؤ.

زلمي خلیل زاد ویلي هغه د سولې دخبرو ټول جریان څخه افغان دولت باخبره ساتلی اؤ طالبانو سره چې یې هرځل خبرې کړي له هغې وړاندې اؤ وروسته یې افغان ولسمشر اشرف غني په اعتماد کې اخستی دی.

بي بي سي د رسنیو له خولې لیکلي چې طالبانو دقطر غونډو کې په شپږو میاشتو کې افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو د وتلو غوښته کړې اؤ امریکا په یو نیم کال کې دخپلو پوځونو په ویستلو صلاح شوې ده خو زلمي خلیل زاد ویلي چې داسې هیڅ تړون نه دی شوی ولې کله چې افغانستان څخه دامریکایي پوځیانو د وتلو خبره کیږي نو دکلونو پسر خبره کیږي.

افغانستان کې د ولسمشرۍ دراتلونکو ټاکنو په اړوند زلمي خلیل زاد ویلي ښه به دا وي چې دا ټاکنې طالبانو سره دبحث اؤ دجګړې دختمولو په سر د توافق روسته ترسره شي.

زلمی خلیلزاد دافغان سولې په لړ کې د روانې میاشتې د۲۵منې نیټې نه یو ځل بیا د اوو هیوادونو په سفر وتلی اؤ ټاکل شوې چې دغه سفر به یې د اپریل تر۱۰مې نیټې دوام ولري.

دا ځل به هغه افغانستان، برتانیه، بلجیم، پاکستان، ازبکستان، اردن، او قطر ته لاړ شي اؤ د اړونده خواؤ اؤ دولتونو سره به افغانستان کې دسولې په اړوند خبرې اترې اؤ مشورې وکړي.

د امریکا خارجه وزارت یو بیان جاري کړی او ویلي یې دي چې خلیلزاد به په کابل کې له افغان حکومت او نورو افغانانو سره د سلا مشورو په ترڅ کې له طالبانو سره د امریکا د خبرو حال بیان کړي او هغوی به وهڅوي چې یو پراخ بنسټه مذاکراتي ټیم جوړ کړي.