واشنګټن ــــ د واکمن تحریک انصاف سره د مالي چارو تر ټولو لوی کارپوه اسد عمر د خزانې له وزارته استعفی او نړیوالې مالي ادارې ای ایم ایف نه د نیزدې اته اربه ډالرو پور اخیستلو لپاره د ممکنه تړون نشتوالی د پاکستان د مخ په کښته اقتصاد لپاره مثبت ګام نه ګڼل کېږي.
د اپوزیشن ګوند مسلم لیګ (ن) د خزانې پخوانی وزیر اسحاق ډار وایي، د وزیراعظم عمران خان له کابینې نه د خزانې د وزیر اسد عمر لرې کول یو غیر ذمه وارانه ګام دی. د اسد عمر استعفی ته په ځواب کې په ظاهره په سنجیده وینا کې خو په اصل کې په هغه پورې د خندا په ډول اسحاق ډار وایي:
"له 2014م کال نه تر اوسه هغه [اسد عمر] چې قام ته کوم حقیقتونه په مسخ شوې بڼه وړاندې کړي وو او څنګه یې قوم ته هیلې ورکړې وې نو پکار نه وه چې په وزارت کې تر اتو میاشتو پاتېدو وروسته یې استعفی ورکړه".
It was never about proving a point. It was never about demonstrating to fellow Pakistanis how big a failure #PTI is. It was always about our beloved Pakistan and it always shall be IA.Dar Sb’s reaction to Asad Umar Sb’s untimely resignation. pic.twitter.com/MLs7gaFJoM
— Hasnain Dar (@Hasnain__Dar) April 18, 2019
بل لور ته د اپوزیشن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري له اسد عمره پر وزارت اخیستلو د تحریک انصاف ګوند د حکومت د پرېکړې هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې ګوندې د حکومت دا ګام بر د پاکستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي. بلاول نن له رسنیو په خبرو کې وویل:
"اته میاشتې وروسته حکومت دا ومنله چې اقتصادي پالیسي یې ناکامه او د ولس په تاوان وه او اقتصادي پالیسۍ په اړه مذاکرات یې سم نه وو روان، د قرضې اخیستلو په اړه چې له ای ایم ایف سره د اسد عمر خبرې روانې وې له هغو به خوشاله نه وو، هیله ده چې اوس به د حکومت په اقتصادي پالیسیو کې ښه والی راشي".
اسد عمر په داسې حال کې له خپلې چوکۍ څخه استعفی ورکړه چې د پاکستان اقتصاد د سختو مشکلاتو سره مخ دی. اسد عمر نن د پنجشنبې- زيارت په ورځ د خپلې استعفی ورکولو خبر په خپله په ټويټر ورکړی دی. هغه ويلي وزیراعظم عمران خان په کابينه کې د بدلون کولو په لړ کې هغه ته ویلي چې هغه د خزانې د وزارت په ځای د توانايۍ وزارت سمبال کړي، خو وایي ده پرېکړه کړې چې په کابينه کې به بله چوکۍ نه اخلي.
As part of a cabinet reshuffle PM desired that I take the energy minister portfolio instead of finance. However, I have obtained his consent to not take any cabinet position. I strongly believe @ImranKhanPTI is the best hope for Pakistan and inshallah will make a naya pakistan
— Asad Umar (@Asad_Umar) April 18, 2019
د پښتنو دوو غټو سیاسي ګوندونو عوامي نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د تحریک انصاف په مرکزي کابینه کې وروستي بدلون او د پاکستان د مخ په ځوړ اقتصاد تر څنګ د اسد عمر پر استعفی تر اوسه خپل غبرګون نه دی څرګند کړی.
پر ټولنیزو رسنیو هم خلکو د اسد عمر استعفی ته بېلابېل غبرګونونه څرګند کړي دي. په اسلام اباد کې مېشت لیکوال او څېړونکي امتیاز ګل پر ټویټر وزیراعظم عمران خان ته وړاندیز کړی چې که واقعي نوی پاکستان غواړي نو په کابینه کې دې نوي وزیران واخلي. امتیاز ګل لیکلي:
"ګرانه عمران خانه وخت را رسېدلی چې ځان له ډي ایم جي افسرانو او ټیکنوکرېټانو خلاس کړې چې دغه حالت همداسې پر ځای ولاړ پاتېدل غواړي. که نوی پاکستان غواړې تازه ذهنونه راوله، نه د پخوانیو پاته شوني".
Dear @ImranKhanPTI , about time to call out and get rid of DMG and technocrats who are proponents of the status quo.Bring in fresh minds instead of relics from the past if you want a Naya #Pakistan
— Imtiaz Gul (@vogul1960) April 18, 2019
یو بل پاکستاني خبریال عمر آر قرېشي پر خپل ټویټر لیکلي، اسد عمر د پاکستان له اقتصاد سره هغه څه وکړل کوم چې د مشر په حیث ده له اینګرو کمپنۍ سره وکړل. په اسد عمر تور دی چې پاکستانۍ کمپني اینګرو د هغه په مشرۍ کې له تاوان سره مخ شوې وه.
Basically Asad Umar did to the Pakistan economy, what he did to Engro when he was its CEO. End of story.
— omar r quraishi (@omar_quraishi) April 18, 2019
د پاکستان د اقتصاد لپاره پرله پسې بد خبرونه را روان دي. وروستی بد خبر د اسد عمر استعفی ده، تر دې وړاندې د پاکستان او ای ایم ایف تر منځ پر ممکنه تړون روان اختلافات دي او تر ټولو سنجیده اندېښنې هغه دي چې ای ایم ایف، نړیوال بېنک او اېشیا پرمختیایي بېنک د اقتصاد د راتلونکي په اړه اټکلونه کړي. درېواړو مالي ادارو ویلي، د پاکستان کلنی پیداوار به په راتلونکي کې نور هم د لوړ پر ځای مخ پر ځوړ ځي.
په تېرو اتو میاشتو کې د اسد عمر په مشرۍ د خراب اقتصاد په ترڅ کې تر ټولو زیاته پاکستانۍ روپۍ ځپل شوې. د واکمن تحریک انصاف د حکومت جوړېدو په وخت د امریکايي ډالر په مقابله کې د روپۍ بیه شاوخوا 120 وه خو اوس په تاریخي توګه 140 ته رسېدلې ده.
دویم غټ تاوان عام پاکستاني ته رسېدلی، چې د روپۍ په ارزښت کې ټیټوالي د ورځني ژوند ټول د اړتیا وړ توکي ګران کړي او د ګرانۍ کچه هم په تاریخي توګه تر بل هر وخت لوړه شوې ده. عام سړی اوس د خوراک څښاک، بجلۍ، ګېس او سفر لپاره د تېر کال په نسبت تر 50 فیصده زیاته بیه ورکوي.
درېیم تاوان یې خپله اسد عمر ته ورسېد. نوموړي خپل نوم په تېرو اتو میاشتو کې د پاکستان په اقتصاد باندې د یو ناکامه منېجر په توګه پرېښود.