مودي:زمونږ ایټمي وسلې څه د "دیوالي" پټاخې نه دی

India Elections

په سري لنکا کې دتیرې ورځې دبمي چاؤدنو په مهال چې د٢٠٠ؤ څخه زیات کسان پکې وژل شوي وؤ دهند وزيراعظم نريندر مودي دملي امنيت، ترهه ګرۍ او پاکستان په ضد دهوايي بريد معاملې راپورته کړي او ويلي يې دي چې پاکستان دې په یاد ولري چې دهند جوهري وسلې څه د” دیوالي” پټاخې نه دي

خو پاکستان دهندي وزيراعظم نريندر مودي لخوا دهند دجوهري توان په اړه څرګندونې خواشینونکې او غيرذمه وارانه ګرځولي دي.

تیره ورځ راجستهان کې انتخابي غونډو ته خپله وینا کې نریندر مودي ويلي " هند اوس دپاکستان دایټمي وسلو څخه نه ویریږي اؤ په فرورۍ کې یې هم پاکستان ته خبرداری ورکړی ؤ چې که چرې پاکستان کې نیول شوي هندي پائیلټ ابهي نندن ته یې دزیان رسولو هڅه وکړه نو پاکستان ته به بیا ددې سختې نتیجې زغمل وي.

دفرورۍ میاشت کې پاکستان دهند یوه جنګي الوتکه مګ -۲۱ رانسکوره کړې وه اؤ دهغې پائلټ ابهي نندن یې د هند د واک لاندې کشمیر څخه نیولی ؤ.

پاکستان دغه ګام وروسته له هغې اخستی ؤ چې هندي چارواکو په۲۶مه فرورۍ دعوه وکړه چې د پاکستان بالاکوټ سیمه کې یې دتندره ډلې جېش محمد دترهګرو په مرکزونو بمباري کړې اؤ‌ په سوؤنو ترهګر یې وژلي دي.

وزیراعظم نریندر مودي تیره ورځ دپاکستان په خاوره کې دهند دبرید نه دفاع وکړه اؤ‌ وئ ویل“ما ښه وکړل چې دغلته مې برید وکړو،ايا ومې نه کړل؟ ځکه چې په هر دویمه ورځ به هغوي ويل زمونږ سره جوهري بټن ده، ايا هغوي عموماً داسې نه وايي؟ زمونږ ورځپاڼو هم ليکلي چې ،پاکستان هم جوهري وسلې لري، نو مونږ څه لرو، ايا دا پټاخې دي چې د”ديوالي” لپاره مو ايښودي؟"

پاکستان دهندي وزيراعظم نريندر مودي لخوا دهند دجوهري توان په اړه څرګندونې خواشینونکې او غيرذمه وارانه ګرځولي دي.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند په يو بيان کې ويلي دي "" دلنډمهاله سياسي او انتخابي ګټو لپاره داسې رقم بيانيه، په جنوبي ايشيا کې ددې دستراتيژيکي ثبات داغيزو څخه قطع نظر، د افسوس وړ او دجوهري رويې دمعياراتو په ضد ده.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند دهندي وزيراعظم دڅرګندونو په لوري دنړۍ پام ګرځولى او د٢٧مې فرورۍ،٢٠١٩م شپې او دهند څخه څيلمه دميزايل په اړه خطرې ته په اشارې کولو سره يې دا "د قتل شپه" ګرځولې ده.

هغه ويلي دا په ډاګه دهندي چارواکو دهاغه دريځ په ضد خبره ده کوم کې چې یې ددې تاثر ورکولو هڅه کړې چې هند دغه رقم کومې منصوبې نه لري او ددې پځايې يې په پاکستان جنګي جنون ته دودې ورکولو تور لګولى.