په سوشل میډیا دخپل خندني کردار په وجه مشهور شوی دخیبر پښتونخوا د دیر سیمې اوسیدونکی ناصر خان جان دا مهال په ټوئټر ټرینډ جوړ شوی اؤ په سوونو خلکو د یو پاکستاني ټي وي دنطاق هغه رویه غندلې چې دناصرخان جان سره پخپل پروګرام کې کړې وه.
ناصرخان جان چې تیرو ورځ د سماء په نوم دپاکستان یو شخصي ټیلي ویژن چیتل خپلې سحرنۍ شو ته د میلمه په توګه وربللی ؤ خو په دغه شو کې پرې د پروګرام کوربه سخت ټکونه کړي چې ولې هغه په ویډيوګانو کې کمیس وباسې اؤ خپل بدن خلکو ته ښایي؟
ناصرخان خان جان چې د پروګرام د کوربه نیوکو ته ځوابونه ویلي په سوشل میډیا هغه خلکو ستائیلي اؤ د پروګرام دکوربه د رویې غندنه یې کړې ده.
په دغه پروګرام کې لیدل کیږي چې ناصر خان جان د پروګرام دکوربه ددې نیوکې ځواک کې چې ولې دکمیس ویستلی وي؟ وایي ”ما دخپل وجود په جوړښت محنت کړی ځکه یې خلکو ته ښایم اؤ که وئ ښایم نو دا کومه بده خبره نه ده، تا چې خپل وجود نه دی جوړ کړی اړتیا نه لرې خپله باډي خلکو ته وښایې”
په دغه پروګرام کې دټي وي کوربه ناصر خان جان ته پرله پسې دپیغور ژبه کې وایي چې تاته څه ضرورت دی چې نخرې پېخرې کوې، اؤ ولې په تولیه کې ډانسونه کوې خو ناصر خان جان ورته وایي چې هغه خلک خوښوي اؤ څه چې کوي د یو سړي په توګه پرې ورته ځان کله هم ملامته نه ښکاري.
دناصرخان جان سره دیو ټي وي له اړخه شوې دغه رویه په ټوئټر دومره غندل شوې چې ناصرخان جان په ټوئټر ټاپ ټرینډ جوړ شوی
میزبان بدتمیزی کرتے رہے اور ناصر خان جان نے بہت تحمل سے جواب دیا۔ناصر خان جان جیسے سٹار لوگوں کو ہنسا کر پیسے کما رہے کسی کے پاس یہ اختیار نہیں کہ نیشنل ٹی وی پر ان کے خلاف نفرت کو ہوا دیں اینکرز معافی مانگیں ۔ https://t.co/UfyM5Mi3MY
— Javeria Siddique (@javerias) May 7, 2019
د جویریه صدیقي په نوم خبریاله په ټوئټر لیکي “د پروګرام کوربه بدتمیزي کوي اؤ ناصرخان جان ډير په تحمل جوابونه ورکړي دي،د ناصر خان جان په څير ستوري د خلکو په خندولو پییسې ګټي،هیڅوک دا حق نه لري چې په ټي وي راشي اؤ دهغه په ضد کرکې خورې کړي”
جویریه صدیقي ددغه پروګرام د کوربه نه دا هم غوښتي چې پخپله سپکه رویه باید د ناصر خان جان څخه بخښنه وغواړي.
د زیشان رشید په نوم یو تن لیکلي د ناصر خان جان ویډیوګانې دپاکستان د ناولي سیاست اؤ هغه څه نه ډیرې ښه دي چې دپاکستان میډیا یې اولس ته ښایي
"Nasir Khan Jan" videos are much better than the dirty politics and these media channels who are main cause of depression for the public of Pakistan. Nasir Khan Jan could at least make you laugh, and help you to forget such sorrows.#ShameOnSamaaTv
— Zeshan Rasheed (@zrchitrali) May 7, 2019
د انور علي ارقم په نوم یو بل تن لیکلي “هره خبره دې دې ددې ملا اؤ لبرل ترمنیځ ولې کېښودل شي،که ناصرخان جان دچا نه وي خوښ،نه دې یې ګوري خو په سوشل میډیا دبزنس په اساس هغه د ټي وي شو ته رابلل اؤ بیا ورسره داسې رویه کول څه معنا لري؟”
اچھی خواہش ہے لیکن اللہ کرے ایسا مارننگ شو نہ ہی کریں جس طرح کے شوز ریٹنگز لینے کیلئے آج کل کیے جا رہے ہیں جن میں علوم بکواسیات کے علاوہ کچھ بھی نہیں ملتا، جہاں ریٹنگز کیلئے ناصر خان جان جیسے کرداروں کو رول ماڈل بنا کر پیش کیا جائے،
— Atif khan (@Atif41122427) May 7, 2019
عاطف خان بیا وایي چې په ټی وي ګانو داسې شو ګانې یوازې د ریټنګز سیوا کولو دپاره کیږي چې اولس ته پکې له بکواسیاتو پرته هیڅ په لاس نه ورځي
اچھی خواہش ہے لیکن اللہ کرے ایسا مارننگ شو نہ ہی کریں جس طرح کے شوز ریٹنگز لینے کیلئے آج کل کیے جا رہے ہیں جن میں علوم بکواسیات کے علاوہ کچھ بھی نہیں ملتا، جہاں ریٹنگز کیلئے ناصر خان جان جیسے کرداروں کو رول ماڈل بنا کر پیش کیا جائے،
— Atif khan (@Atif41122427) May 7, 2019
یو شمیر خلکو د ناصر خان جان غندنه هم کړې ده اؤ لیکلي یې دي چې هغه کومې سپکې ویډیوګانې جوړوي په هغې ورته شرم پکار دی، خو ناصر خان جان په دغه پروګرام کې وایي چې هغه داسې سپکې ویډيوګانې نه دي جوړې کړي چې وپرې شرمیږي