چارسده:د وسله والو برید کې یو پولیس افسر وژل شوی،دوه عسکر ژوبل

دخیبرپښتونخوا په چارسده سیمه کې نامعلومو وسله والو دپولیسو په موبائیل برید کړی چې پکې یو پولیس افسر وژل شوی اؤ‌ دوه نورعسکر ژوبل شوي دي.

دچارسدې دپولیسو ضلعي مشر ښاغلي عرقان الله د شورو په ورځ رسنیو ته ویلي دغه برید دتنګي په ګنډیري سیمه کې نامعلومو وسله والو د پولیسو په ګاډي کړی دی.

هغه ویلي برید کې د محبت خان په نوم یو اسسټننټ سب انسپکټر وژل شوی اؤ د توصیف اؤ مصور په نومونو دوه پولیس سپاهیان ژوبل شوي دي.

دپولیسو مشر ویلي دپېښې نه وروسته وسله وال تښتیدلي خو پولیسو اؤ‌قانون پځائ کوونکو ادارو د هغوئ دنیولو دپاره چټک هڅې پیل کړي اؤ په ټوله سیمه کې د لټونې عملیات روان دی.

دي پي‌او عرفان الله وویل د پېښې پلټنې روانې دي اؤ ژوبل پولیس عسکر دعلاج دپاه روغتون ته رسول شوي.

هغه وویل تر دې دمخه هم د خیبر پښتونخوا په ګوټ ګوټ کې ترهګرو په پولیسو دغسې بریدونه کړي خو پولیس د خپل سر په قیمت دخپل اولس د سرونو ساتنه کوي اؤ په هیڅ رقم حالاتو کې یې مورال نه دی پریوتی.

د یوې اوونۍ په مهال خیبر پښتونخوا کې دا دوهمه ترهګریزه پېښه ده چې پولیس افسران پکې په نخښه کړل شوي دي.

تر دې وړاندې دمئ په وړومبۍ نېټه دچارسدې سره پیوست نوښار ضلعه کې دیار محمد په نو یو پولیس انسپکټر وړومبی نامعلومو وسله والو تښتولی اؤ بیا یې دخیشګو په میره کې وژلی ؤ.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې تر دې مهاله په سوؤنو پولیس افسران اؤ زلمي په ځانمرګي اؤ ترهګریزو بریدونو اؤ هدفي وژنو کې وژل شوي چې په هغې کې د زیاترو پړه د طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

خو په چارسده کې په پولیسو د شوي تازه برید مسولیت لا په سمدستي ډول چا نه دی قبول کړی