امریکا: د اسامه د زوی حمزه بن لادن یو پټنځای کېدای شي پاکستان وي

واشنګټن ــــ د امریکې استخباراتي ادارې ایف بي ای د اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن نوم د هغه د ترهګرۍ اړوند فعالیتونو په تړاو د خپلو پلټنو په لیسټ کې شامل کړی دی.

30 کلن حمزه بن لادن د سعودي عربستان په جده ښار کې زېږېدلی او په عربي ژبه خبرې کوي. ویل کېږي چې هغه د یوولسم سپټمبر تر پېښې وروسته له خپل پلار سره په افغانستان کې وو او په پاکستان کې یې هم وخت تېر کړی. ایف بي ای لیکلي:

"هغه له پاکستان، افغانستان، شام او ایران سره اړیکي لري او کېدای شي چې له همدغو هېوادونو په یوه کې موجود وي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت دوې میاشتې مخکې په مارچ کې اعلان کړی وو چې که څوک د حمزه بن لادن په اړه معلومات ورکړي چې هغه چېرې اوسېږي، نو 1 میلین امریکایي ډلره انعام به ورکړي.

د حمزه بن لادن پر سر د امریکې تر انعام اعلانولو یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د هغه نوم په تور لیسټ کې شامل کړ او پر دویمه ورځ یې سعودي عربستان د هغه شهریت (تابعیت) هم ختم کړ.

ایف بي ای د خپلو "نورو معلوماتو د پلټنې لیسټ" (ایس ایم آی ایل) ته د اسامه بن لادن د زوی نوم ځکه اچولی چې وایي غواړي هغه په القاعده ډله کې د خپل غړیتوب په اړه وپوښتي ځکه چې وایي د ده دا ښکاره اعلان د امریکې د امنیت لپاره خطر دی.

حمزه بن لادن.

امریکې په 2017م کال کې حمزه بن لادن نړیوال ترهګر اعلان کړ او وېره لري چې کېدای شي هغه په القاعده ډله کې د خپل پلار ځایناستی شي او د هغه د وژنې په بدل کې امریکې ته خطر پېښ کړي.

ایف بي آی وايي، پلټونکي باور لري چې حمزه بن لادن د القاعدې د لوړپوړي مشر عبدالله احمد عبدالله- چې په ابو محمد المصري مشهور دی- له لور سره واده کړی دی. ابو المصري د د 1998م کال د اګست پر 7مه په تنزانیا او کېنیا کې د امریکې پر سفارتونو په بریدونو کې په لاس لرلو تورن دی.

ایف بي آی دغه اعلان د انګرېزي په ګډون په عربي، اردو، پښتو، دري او فارسي ژبو هم خپور کړی او د دغو هېوادونو له خلکو یې غوښتي چې که د حمزه بن لادن په اړه معلومات لري، د ایف بي آی سیمه ییزې څانګې یا د امریکې سفارت او کونسلګرۍ ته دې خبر ورکړي.