دبشري حقونو دپاره مبارزه کوونکو اؤ مدني فعالانو شمالي وزیرستان کې دپښتون ژغورنې غورځنګ په فعالانو شوی برید د ریاست لخوا په بې وسلې عوامو وسله واله حمله ګرځولې اؤ ددې یې په سختو ټکو غندنه کړې ده.
دپي ټي ایم مشران وایي اتوار په ورځ شمالي وزیرستان کې د یوې احتجاجي غونډې په مهال دپاکستان پوځیانو د پي ټي ایم په مشرانو اؤ فعالینو نیغ په نېغه ډزې کړي چې پکې تر ۳۰ؤ زیات کسان ژوبل شوي دي.
دپوځیانو په ډزو کې د ژوبل شوؤ کسانو عکسونه په سوشل میډيا خلک خپروي اؤ ورسره د پوځ ددې عمل په کلکو ټکو کې غندنه کوي.
په سوشل میډیا پي ټي ایم باندې شوی برید ټرینډ جوړ شوی اؤ ګڼو خلکو د “ریاست په پي ټي ایم برید کړی”دعنوان لاندې دخپلو جذباتو اظهار کړی چې په هغې کې احتشام افغان په ټوئټر لیکلي پښتنو سره دا هرڅه د تعصب په اساس روان دي.
کشمیر میں ہندوستانی فوجیوں نے کبھی عام لوگوں پر فائرنگ نہیں کی، اسرائیل نے فلسطین میں کبھی عام لوگوں پر فائرنگ نہیں کی لیکن پشتونوں کو سرعام گولیوں سے بوندا جارہا ہے کیا یہ کسی تاریخی بدلے کے طورپر کیا جارہا ہے؟ کیا یہ سب تعصب کی بنیاد پر کیا جارہا ہے، ہاں!
— Ihtesham Afghan (@IhteshamAfghan) May 26, 2019
ښاغلی افغان زیاتوي “کشمیر کې هندي پوځیانو کله هم په عامو خلکو ډزې نه دي کړي.فلسطین کې هم کله عام خلک نه دي په نخښه کړل شوي خو پښتانه سرعام په ګولیو غلبیل کولی شي،ایا دا د پښتنو نه دتاریخ دکوم بدل اخستلو په توګه کیږی؟”
Security personnel opened fire on peaceful protesters in North Waziristan including Mohsin Dawar & Ali Wazir, who are thankfully safe. @Aliwazirna50 & Dr Gul Alam have been arrested & over 40 workers have been injueed and shifted to Miran shah& Bannu hospitals.#StateAttackedPTM
— Sanna Ejaz(سیاله) (@sanaejaz2) May 26, 2019
دپښتون ژغورنې غورځنګ مشرې ثناء اعجاز په ټوئټټر پخلی کړی چې دپوځ لخوا شوي برید کې محسن داوړ پخپله هم ژوبل شوی اؤ علي وزیر اؤ ډاکټر ګال عالم وزیر پوځیانو نیولي دي.
دبشري حقونو دپاره په مبارزه د بوختې ملالې یوسفزئ لیکوال پلار ضیاء الدین یوسفزي شمالي وزیرستان کې دپي ټي ایم په پرامنه احتجاج د ډزو کلکه غندنه کړې اؤ دپاکستان د وزیراعظم عمران خان اؤ دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باوجوه نه یې غوښتي چې باید دغه پېښې ته پام ور ورګرځوي،
I strongly condemn the heinous attack on PTM’s peaceful caravan in Waziristan. Before it is too late, MP Imran khan and COAS General Qamar Bajwa should take notice of the tragic incident. @ImranKhanPTI #Waziristan
— Ziauddin Yousafzai (@ZiauddinY) May 26, 2019
احمد وقاص ګورایا لیکلي چې دپاکستان پوځ دقامي اسمبلۍ په غړي برید کړی دی چې پکې ګڼ شمیر کسان ژوبل شوي، پوځ اوس پخپلو وګړو بریدونه کوي
Sitting Members National Assembly attacked by Pakistan Army. Many people injured. Army attacking own bosses and civilians . #EndImpunity #StateAttackedPTM
— Ahmad Waqass Goraya (@AWGoraya) May 26, 2019
خو په پاکستان کې بیا زیاتره د ټي وي چینلونو د پي ټي ایم
What the hell this pakistani media is sharing false news a.. No media repoter was present on the place how they know that ptm leadership attteked army. Just ashmed of your act against pashtoon community #StateAttackedPTM#PTMExposeStateTerrorism https://t.co/sT6Jhmp0xn pic.twitter.com/WakBPsxnUY
— پاشا ابن آمنہ (@PashaaAhmad) May 26, 2019
په غړو دشوي برید خبرونه په الټه ډول نشر کړي دي.
یو شمیر چینلو پخپلو خبرونو کې ویلي چې د پي ټي ایم کسانو اؤ دمحسن داوړ ساتونکو په چیک پوسټ حمله اؤ ډزې کړي دي.
خو محسن داوړ بیا دا خبره بیخي ناسمه بللې ده اؤ ویلي یي دي دهغه د ساتونکي خو پته هم نه لګي چې چرته دی خو پوځ د پي ټي ایم غړي نیغ په نیغه ویشتلي دي
Pakistan fauj attacks its unarmed peaceful citizens for daring to speak against “war-economy” in Pashtun lands. 3 dead, 5 critical & 40 injured.#StateAttackedPTM pic.twitter.com/I1MA8JkllW
— Jungjoo Gernail ☪ (@GernailSaheb) May 26, 2019
په سوشل میډیا ددغه پېښې اړوند یو شمیر عکسونه اؤ ویډیوګانې هم خپرې شوي چې پکې زخمیان په وینو سره لیدل کیږي خو ددغو ویډیو ګانو اؤ عکسونو پخلی نه دی شوی چې اصل دي که نا؟