دپاکستان دځپل شوي اقتصادي وضعیت باوجود دپاکستان دپوځ په دفاعي بودیجه کې په احتمالي اضافه رسنیو کې له سختو نیوکو وروسته دپاکستان پوځ اعلان کړی چې پخپله خوښه به دفاعي بودیجه کې له اضافې تیریږي.
دپاکستان وزیراعظم عمران خان دپوځ داپرېکړه ستائیلې ده اؤ ویلي یې دي دپوځ دبودیجې نه چې کومې پیسې پاتې کیږي حکومت به هغه خیبر پښتونخواصوبه کې د ورګډو شوؤ قبائیلي سیمو اؤ بلوچستان په پرمختیا مصرفوي.
څیړونکي وایي دپاکستان ملي بودیجه کې هرکال ددفاع په نوم دپوځ دپاره بې خرته پېسې اېښودل کیږي خو داځل چې حکومت دهیواد دخراب معاشي صورتحال له امله دخپلو مالي چارو پرمخ وړلو دپاره نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف نه پور اخستلو ته اړ شوی نو دبجټ نه وړاندې دپوځ دفاعي بجټ کې په احتمالي اضافه نیوکې روانې وې.
دپاکستان د پوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور په ټوئټر لیکلي چې چې پوځ دفاعي لګښتونو دتیریدلو،دپوځ دراشن، سفري اؤ انتظامیي لګښتونو د کمولو پرېکړه اؤ ددې ترڅنګ به پوځي افسران معاشونو کې دلوړوالي نه هم تیریږي.
Voluntary cut in def budget for a year will not be at the cost of def & security. We shall maint effective response potential to all threats.Three services will manage impact of the cut through appropriate internal measures. It was imp to participate in dev of tribal areas & Bln.
— Maj Gen Asif Ghafoor (@OfficialDGISPR) June 4, 2019
وزیراعظم عمران خان دپوځ ددې پرېکړې دستائیلو په ترڅ کې په ټوئټر لیکلي دپاکستان پوځ د ګنو امنیتي چیلنجونو باوجود دفاعي لګښتونه راټیټ کړي اؤ اوس به حکومت دا پاتې شوې پیسې په ضم شوو قبائیلي سیمو اؤ بلوچستان کې د پرمختیا په کارونو مصرفوي.
سږکال د فرورۍ میاشت کې مرکزي حکومت پرېکړه کړې وه چې دپوځ په دفاعي بودیجه کې به پیسې نه کموي اؤ مرکزي وزیر فواد چوهدري ویلي وؤ چې د سیمې دنورو هیوادونو په پرتله دپاکستان دفاعي بجټ له وړاندې څخه کم دی ځکه دا لوړول غواړي.
ہماری قومی سلامتی کو درپیش گوناں گوں چیلنجز کے باوجود افوجِ پاکستان کا آئندہ مالی سال کے دفاعی اخراجات میں رضاکارانہ کمی کا فیصلہ قابل تحسین ہے۔ اس بچت کے نتیجے میں میسر آنے والا سرمایہ خیبر پختونخوا میں ضم ہونے والے قبائلی اضلاع اور بلوچستان کی تعمیر و ترقی میں صرف کیا جائے گا۔
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) June 4, 2019
تیرکال د مسلم لیګ نواز ګوند حکومت دمالي کال ۲۰۱۸-۱۹ په ملي بودیجه کې دفاعي بودیجه دکال ۲۰۱۷م په مقابله کې ۱۹.۵۰ فیصده سیوا کړې وه اؤ دفاع دپاره یې ۱۱۰۰ روپۍ بیلې کړې وې