پاکستان دایف ای ټي‌ ایف تورنوملړ نه ځان ژغورلو دپاره د درېوؤ هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړی

پاکستان دمالیاتي ټاسک فورس) ایف ای ټي‌ ایف (تور نوملړ ته دلوئېدو نه دځان ژغورلو دپاره د درېوؤ هیوادونو چین ،ترکي اؤ ملائشیا په ملاتړ ترلاسه کولو کې بریالی شوی خو ویل کیږي بیا یې هم دغه نوملړ کې د ورګډیدلو ګواښونه په سر ولاړ دي.

دترکي خبري اژانس له قوله پاکستاني رسینو د جمعې په ورځ ویلي چې د ترکي،چین اؤ ملائشیا دملاتړ ترلاسه کولو وروسته تور نوملړ ته دپاکستان دنوم اچولو احتمال کم شوی دی خو په دغه اړوند غوڅ اعلان به د اکتوبر په میاشت کې کولی شي.

په نړیواله کچه دناقانونه پېسو په لیږد څار لرونکې ادارې دترهګرو د مالي سرچینو د وچولو اؤ ناقانونه پیسو دلیږد دمخنیوي په خاطر دپاکستان نوم په خړ نوملړ کې وراچولی ؤ.

راپورونه وایي چې د ایف ای ټي ایف په خړفهرست کې د موجودګۍ په وجه پاکستان هر کال لس بیلینه تاوان کوي.

څو ورځې وړاندې د ایف ای ټي ایف په غونډه کې دهند لخوا دپاکستان تورنوملړ ته د ورګډولو قرارداد چین ،ترکي اؤ ملائشیا ایسار کړی ؤ.

د ۳۶ؤ هیوادونو څخه دراجوړ ایف ای ټي ایف د اصولو له مخې دکوم هیواد دنوم تورلسټ ته د اچولو دپاره اړینه وي چې دغه هیواد دې د درېوؤ هیوادونو ملاتړ په لاس کې ولري

پاکستان دا مهال د ترهګرو د مالي مرستو او غېر قانوني پېسو لېږلو په تړاؤ د اېف ای ټي اېف په خړ لسټ کې دی او که د اېف ای ټي اېف په شرطونو پوره نه خيژي نو په تور فهرست کې به واچول شي او ویل کيږي د هغې وروسته به د بندېزونو سره مخ شي.

اېف ای ټي اېف پاکستان ته ۲۷ شرطونه اېښودي چې د روان کال ستمبر د مياشتې پورې يې پوره کړي او په دې کې يې ورته په ۱۹ په بشپړ ډول د پوره کولو ويلي خو په لمړي پړاؤ کې پاکستان اېف ای ټي اېف نه دی مطمئن کړی.

پاکستان دعوه کوي چې دترهګرو دمالي سرچینو د وچولو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي دپاره یې یو شمیر عملي ګامونه اخستي چې پکې په تندروه ډلو د بندیز اؤ دهغوئ دپنګو کنګل کولو ګامونه هم شامل دي.

خو نړیواله اداره وایي چې د ناقانونه پیسو دمخنیوي اؤ دترهګرو دمالي سرچینو وچولو دپاره به پاکستان ته نور ګامونه هم اخستل وي.