دکرکټ دنړیوال کپ په سیالیو کې سیمي فائنل ته دپاکستان د ننوتلو چانس اوس بیخي لږ یا معجزاتي پاتې شوی دی خو په ټولنیزو رسنیو بیا هم دپاکستان دکرکټ لوبډلې پلویان حسابونه کوي چې که داسې، یا هغسې وشي نو پاکستان سیمې فائنل کې لوبیدلی شي.
د نړیوال جام په ۴۱مه لوبه کې د انګلینډ لخوا نیوزي لینډ ته له ماتې ورکولو وروسته سیمې فائنل ته دپاکستان د وتلو امکاناتو نه په ټولنیزو رسنیو یوه ټوقه هم جوړه شوې ده اؤ زیاتره خلکو په طنزیه اؤ خوندور انداز دغه ټوقې په سوشل میډيا خپرې کړي دي.
دکرکټ نړیوالې شورا هم سیمې فائنل کې دپاکستاني لوبډلې دلوبیدلو دپاره احتمالي شمیرې ښکاره کړي دي چې دهغې له مخې تر ټولو اړینه خو دا ده چې اوس به دبنګله دیش سره خپله راتلونکې لوبه کې پاکستان ته دبنګله دیش نه پچه یا ټاس ګټل اؤ وړومبی بیټینګ کول وي.
که چرې په دغه لوبه کې بنګله دیش ټاس وګټلو اؤ بائيټنګ یې واخستو نو پاکستان به سیمې فائنل کې دلوبیدلو هډو جوګه پاتې نه شي.
دبنګله دیش په ضد به پاکستان ته د بیټینګ یا توپ وهمې صورت کې ۳۵۰ منډې جوړول اؤ بیا
بنګله دیش ته په ۳۱۱ منډو ماتې ورکول اړین وي.
خو که چرې دپاکستان لوبډله ۴۰۰منډو جوړولو باندې بریالۍ شي نو بیا به ورله بنګله دیش ته په ۳۱۶ منډو ماتې ورکول وي اؤ دغسې به سیمې فائنل ته اوځي.
دکرکټ نړیوالې شورا له دې اخوا شمیرې هم ښودلي اؤ وایي دپاکستان لخوا د ۴۵۰منډو جوړولو صورت کې به بنګله دیش ته په ۳۲۱ اؤ د۵۰۰منډو جوړولو صورت کې به ورته په ۳۲۶منډو ماتې ورکول وي.
په ټولنیزو رسنیو بیا دکرکټ دنړیوالې شورا دې احتمالي شمیرو ته ګڼو خلکو دپاکستان دسیاسي حالاتو په نظر کې طنزیه رنګ ورکړی دی
محمد زاهد اقبال په ټوئټر پاکستان کې د واکمن ګوند تحریک انصاف دیو مهم مشر جهانګیر ترین عکس ورکړی اؤ دپاسه یې پرې لیکلي جهانګیر ترین بنګله دیش ته ورسیدو ترڅو دغلته د بنګله دیش دلوبغاړو کورنیو سره وویني
Jahangir Tareen reached in #Bangladesh to meet families of Bangladeshi cricketers. #PAKvBAN #BANvPAK #CWC19 #NZvENG #ENGvNZ #PakistanLovesSarfaraz #facebookdown #instagramdown #PakistanCricket pic.twitter.com/x9m4VIRyRI
— Muhammad Zahid Iqbal (@iMZahidIqbal) July 3, 2019
په ښاغلي جهانګیر ترین تیرکال پاکستان کې د حکومت سازۍ په مهال سیاسي مخالفینو دنورو ګوندونو دپارلیمان دغړو د وفادارۍ په پیسو د اخستلو تورونه لګولي وؤ.
پاکستان اور بنگلادیش کا میچ اگر جنرل باجوہ کی زیر نگرانی کروایا جائے تو بنگلہ دیش ٹیم کسی بھی صورت میں 83 رنز نہ بنا سکے۔#باجوہ_ڈاکٹرائن#GeneralSelection2018 #ENGvNZ
— 𝔸𝕙𝕞𝕒𝕕 𝔻𝕒𝕟𝕪𝕒𝕝 𝕊𝕙𝕖𝕣 (@ahmaddanyalsher) July 3, 2019
احمد دانیال شیر په ټوئټر لیکلي چې که دپاکستان اؤ بنګله دیش سیالي د جنرال باجوه د نظارت لاندې وکړل شي نو دبنګله دیش لوبډله به هیڅ صورت کې ۸۳منډې جوړې نکړل شي.
ایک ہی صورت میں ورلڈکپ جیتنا ممکن ہے اگر پاکستان بنگلادیش کو 350 ٹارگٹ دے دیں اور بنگلادیش کی ساری ٹیم اپنی اننگز کیھلنے سے انکاری ہو جاۓ😂
— Noman Ajmal (@N0manAjmal) July 4, 2019
دنعمان انجم په نوم تن په توئټر لیکلي د یوې لارې نړیوال جام ګټل ممکن دي چې پاکستان ۳۵۰منډې جوړې کړي اؤ دبنګله دیش ټوله لوبډله د خپل اننګز لوبولو څخه انکاري شي