دمذاکراتو ختمېدو وروسته کابل کې په وړومبي ځل دامریکا په سفارتخانه راکټي برید شوی

دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا طالبانو سره دسولې دخبرو ختمولو له اعلان وروسته په وړومبي ځل کابل کې دامریکا په سفارتخانه راکټي برید شوی خو په دغه برید کې هیڅ رقم نقصان نه دی شوی.

امریکایي خبري شبکې ایسوسي ایټيډ پریس ویلي کابل کې دامریکا په سفارتخانه دا برید د سه شنبې اؤ چهارشنبې په منځ شپه په داسې حال کې شوی چې نن په ۱۱م ستمبر کال۲۰۰۱ کې امریکا کې دشوؤ ترهګریزو بریدونو ۱۸کلونه پوره شول.

دای پي د راپور له مخې د شپې ناوخته دامریکایي سفارتخانې نه لوګي پورته شول اؤ له هغې وروسته دخطر زنګونه وغږیدل اؤ مامورینو ته په لاوډ اسپیکر وویل شول چې د یو راکټي‌ برید له امله دسفارتخانې په دالان کې چاودنه شوې ده.

په سفارتخانه یوازې یو راکټ داغل شوی اؤ په افغانستان کې میشتو ائتلافي ځواکونو هم پخلی کړی چې دې برید کې هیچاته څه زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه ددې برید پړه چا پرغاړه نه ده اخستې خو له دې یوه ورځ وړاندې دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد الجزیزه خبري شبکې ته ویلي وؤ چې هغوئ به دامریکا په ضد جګړې ته د دوام ورکولو دلارې ډیر زر امریکا دمذاکراتو ودرولو په پرېکړه ستومانه کړي.

دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ څو ورځې وړاندې طالبانو سره دتیر یو کال راهسې دسولې دروانو خبرو د ودرولو اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې بریدونو اؤ دسولې خبرې یو ځائ دوام نه شي کولی

صدر ټرمپ طالبانو سره دلیدنې اؤ مذاکراتو نه دا انکار وروسته له هغې کړی ؤ چې د پنجشنبې په ورځ کابل کې په یوه حمله کې دیو امریکایي پوځي په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول اؤ طالبانو ددغه برید پړه پرغاړه واخسته.

ټاکل شوې وه چې صدر ټرمپ به دتیر اتوار په ورځ په کیمپ ډيوډ کې افغان ولسمشر اشرف غني اؤ طالب مشرانو سره په جلا،جلا توګه لیدنې کوي خو په کابل دشوي دې برید نه وروسته ددغه لیدنې نه یوه ورځ وړاندې یې اعلان وکړو چې دا لیدنې یې کنسل کړي دي.

دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دسولې خبرې دتیر یو کال راهسې قطر کې روانې وې اؤ دواړه خواؤ په دې وروستیو کې دعوه هم کړې وه چې دسولې یو غوڅ تړون ته نزدې شوي، خو په دې وروستیو کې طالبانو په افغانستان کې خپلو ترهګریزو بریدونو کې شدت هم راوستی ؤ اؤ صدر ټرمپ دطالبانو دا عمل دهغوئ د بلیک میلنګ په نوم بللی ؤ