یو امریکایي چارواکي دعوه کړې چې د تندره ډلې داعش مشر ابوبکر البغدادي د خالي په شپه ترسره شوؤ دامریکایي پوځ عملیاتو کې وژل شوی دی.
برتانوي خبري اژانس رائټرز د اتوار په ورځ خپل راپور کې دیو امریکایي چارواکي له خولې ویلي چې صدر ټرمپ به نن (اتوار) ددغه پېښې په هکله رسمي بیان مطبوعاتو ته ورکوي.
دخالي په ماښام دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ په ټوئټر لیکي وؤ چې څو شېبې وړاندې یوه ستره پېښه رامنځته شوې خو ددغه پېښې جذئیات یې نه وؤ ښودلي.
Something very big has just happened!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) October 27, 2019
رائټرز وایي امریکایي چارواکي ورته دخپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې ابوبکر البغدادي دامریکا پوځي عملیاتو کې وژل شوی خو دغه چارواکي هم نور تفصیلات نه دي ښودلي.
رائټرز د امریکایي مجلې نیوز ویک د راپور په اساس لیکلي چې د داعش دمشر ابوبکر البغدادي په ضد دا عملیات دشام په شمال لویدیزه صوبه ادلب کې شوي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاند هوګن ګډلی د خالي په شپه ویلي وؤ چې صدر ټرمپ به داتوار په ورځ دامریکا د ټائم مطابق سحر نهه بجې یو مهم بیان جاري کوي .
تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې د ابوبکر البغدادي د وژنې په هکله اطلاعات په مطبوعاتو کې خپاره شوي وؤ خو وروسته بیا دغه دعوې ناسمې ختلې وې.
داعش په کال ۲۰۱۴م کې د عراق او شام يوه غټه علاقه په خپله ولقه کې اخيستې او د خپلسره خلافت اعلان يې کړی ؤ.
خو امریکا او اتحاديان يې وايي د داعش د ولقې نه ۹۸ فيصده علاقه بيرته اخستل شوې ده.
د داعش مشر البغدادي د عراق او اصل نوم یې اواد البدري دي. هغه په کال ٢٠١۴ کې د خلافت اعلان وکړو او خپل ځان یې خلیفه وټاکلو.
امریکې د البغدادي په ګرفتارۍ د ٢٥ مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی.