سعودي عرب په کوړو د وهلو سزا ختمه کړه

سعودي عرب دخپل هیواد دننه خلکو ته بیلابیلو جرمونو کې د کوړو سزا ورکول ختم کړي اؤ د انصاف وزارت محکمو ته امر کړی چې د کوړو پځائ باید مجرمانو ته دبند یا جریمې اؤ یا هم دواړه سزاګانې اوروي.

تر دې له مخه سعودي عرب کې په بیلابیلو جرمونو د محکمو لخوا مجرمانو ته د کوړو یا دورو سزا ورکول کیده چې په هغې ټوله نړۍ کې دبشري حقونو سازمانونو سختې نیوکې کولې اؤ دا یې داساسي بشري حقونو په ضد عمل بللو.

دسعودي عرب د انصاف د وزارت لخوا په ټولنیزه رسنۍ ټوئټر خپور کړل شوي یو ټوئټ کې ویل شوي چې اوس به د کوړو دسزا پرځائ مجرمانو ته د بند یا جریمې سزا ورکول کیږي.

د انصاف وزارت وایي محکمې به قضیې اوري ،دهغې ارزؤنه به کوي اؤ هره مقدمه کې به د هغې د نوعیت په اساس په انصاف اډاڼه پرېکړه کوي.

دسعودي عرب سترې محکمې تیره میاشت لاندې محکمو ته دیو شاهي فرمان دلارې د کوړو د سزا ختمولو امر کړی ؤ .

سترې محکمې هم پخپلو لارښوونو کې ښکتنیو محکمو ته ویلي وؤ چې نور باید بیلابیلو جرمونو کې ککړ مجرمان په کوړو یا دورو د وهلو پځائ پر هغوئ جرمانې ولګوي ،دمشقت نه د ډک بند سزاګانې ورته واوروئ‌ اؤ یا یې باید په یو ځائ بندي اؤ جریمه کړي.

سعودي عرب په تیرو پینځوؤ کالو کې د بشري حقونو په اساس خپلو قوانینو کې ۷۰ اصلاحات کړي چې دې اصلاحاتو ته نړۍ کې دبشري حقونو بیلابیلو سازمانونو هرکلی ویلی دی