دپاکستان د وزیراعظم عمران خان لخوا دپردۍ شاعرۍ علامه اقبال پسې دتړلو په عمل په ټولنیزو رسنیو تر اوسه بیلابېلې تبصرې اؤ په عمران خان نېوکې روانې دي.
عمران خان تیره ورځ څو شعرونه په ټوئټر خپاره کړي وؤ اؤ هغې ته یې لیکلي وؤ چې “په دې نظم کې علامه اقبال هغه څه ویلي په کومه توګه چې زه دخپل ژوند په وړاندې دبوتللو هڅه کووم”
عمران خان پخپل دغه ټوئټ کې په زلمو ټینګار کړی ؤ چې هغوئ باید په دې شعرونو ځان پوهه کړي اؤ دا پخپل ذهن کې کښېنوي”زه ګارنټي ورکووم چې له دې سره به دهغوئ هغه خدایې ورکړی صلاحیت راوځلیږي چې په توګه داشرف المخلوقات مونږ ټولو کې موجود دی”
PM sahib this poem was written by Assad Maroof not by Allamah Iqbal https://t.co/hxRqFZxegC
— Hamid Mir (@HamidMirPAK) June 6, 2020
دپاکستان یو وتلي خبریال حامد میر په ټوئټر زر دعمران خان دغه تیروتنې ته ګوټه ونیوله اؤ په ټوئټر یې ولیکل “وزیراعظم صیب دا نظم دعلامه اقبال نه بلکې د اسد معروف معروف دی”
This poem is not Iqbal’s & is not in any of Iqbal’s books. Probably lifted from the internet, where many amateurs attribute their ‘poems’ to well known poets. Sad that the Prime Minister of Pakistan does not even have a staffer who knows his supposedly favorite poet’s work. https://t.co/rABuJ5OoB9
— Husain Haqqani (@husainhaqqani) June 6, 2020
واشنګټن کې دپاکستان پخواني سفیر حسین حقاني هم دعمران خان په دغه تیروتنه ټوئټ کړی اؤ لیکلي یې دي چې “دا داقبال شاعري نه ده اؤ نه دهغه په کوم کتاب کې شته، فکر کووم له انټرنیټ څخه پورته کړل شوې ده “
دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند یو مهم مشر مشاهدالله خان په ټوئټر لیکلي” عمران نیازي صیب دټرکونو پشا لیکل شوې اؤ دعلامه اقبال شاعرۍ کې توپیر کوه”
PM tweets an imposter%27s poem as Sir Dr Mohammad Iqbal%27s poem. Most probably he got it via whatsapp from one of his compatriots who was too eager to get noticed. @ImranKhanPTI Don%27t make this office a laughing stock for heaven%27s sake. https://t.co/CEkvnqFiIq
— Marvi Sirmed (@marvisirmed) June 6, 2020
دمیرمنو دحقونو مبارزې ماروي سرمد په ټوئټر لیکلي زیات احتمال دی چې عمران خان ته به دا نظم په وټس اپ خپل کوم داسې ملګري ورلیږلي وي چې دهغه لیدنې ته ډیر لیواله ؤ.
افسوسنالائقی کی بھی کوئی حدہوتی ہے۔اس بندے کو اپنے قومی شاعر کے بارے میں معلومات نہیں اس کو پرائمری سکول میں دوبارہ داخل ہونا چاہیے۔تاکہ ان کو اقبال کے بارے میں پتہ چلے @ImranKhanPTI یہ اقبال کی شاعری نہیں نالائق نے نیٹ سے صرف کاپی کی ہے https://t.co/zHQR20wKGB
— اویس قاسم🇵🇰 (@awaisqasim258) June 6, 2020
د اویس قاسم په نوم یو تن لیکلي د نالائقۍ هم یو حد وي ،دې سړي ته دخپل ملي شاعري په هکله معلومات نشته ،دا باید بیرته پرائمري سکول کې داخل کړل شي ترڅو دعلامه اقبال په اړه ورته معلومات وشي.
دعمران خان په دغه تیروتنه دبحثونو پلېدو وروسته وزیراعظم عمران خان پخپل یو بل ټوئټ کې ومنله چې دا نظم دعلامه اقبال نه دی خو وئ ویل دې کې چې کوم پیغام پروت دی دا هغه څه دي چې زه پرې دعمل کولو هڅه کووم
I stand corrected - this is not Allama Iqbal%27s poem but the message conveyed is what I have stood by and tried to follow and if our youth absorbs this message it will release their great God- given potential that all of us possess as His greatest creation Ashraf ul Mukhluqat. https://t.co/SvDVrakc5d
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) June 6, 2020
دا وړومبی ځل نه دی چې عمران خان په ټوئټر دغسې تیروتنه کړې ده بلکې تر دې وړاندې هم هغه په ګڼو موقعو ناسم معلومات دخلکو سره شریک کړي چې له نیوکو وروسته یې یا خو لري کړي اؤ یایې بیا خپله تیروتنه منلې ده.
څه موده وړاندې هغه بنګالۍ ژبې د مشهور شاعر اؤ ادیب رابند ناتهـ ټیګور یو قول پخپل ټوئت کې خلیل جبران پسې تړلی ؤ چې په هغې هم په وزیراعظم عمران خان سختې نیوکې شوې وې.
همدا شان تیرکال هغه ایران ته دخپل یو سفر په مهال ویلي وؤ چې جرمني اؤ جاپان د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په ګډه پوله د ګډو تجارتي صنعتونو لګولو پرېکړه کړې وه
جرمني د یورپ په براعظم اؤ جاپان دایشیاء دبراعظم په ختیز کې پروت دی چې د دواړو هیوادونو ترمینځ شاوخوا نهه زره اؤ۷۱ کلو میټره واټن دی خو دپاکستان وزیراعظم د دواړو هیوادونو پوله شریکه یاده کړې وه.