دپاکستان مرکز له صوبو غوښتي چې فاټا دپاره خپلو بودیجو کې ۱۱۰ اربه روپۍ بېلې کړي

دپاکستان مرکزي حکومت په صوبو غږ کړی چې هغوئ باید خپلو،خپلو راتلونکو کلیزو بودیجو کې خیبر پښتونخوا کې د ورکډو کړل شوؤ قبائیلي سیمو دپرمختیا دپاره په ګډ ډول ۱۱۰ اربه روپۍ ځانګړې کړي.

اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دپاکستان پلان جوړونې، پرمختیا اؤ ځانګړو اقداماتو مرکزي وزیر ښاغلي اسد عمر ویلي دهیواد غونډ قیادت شا وخوا دوه کاله وړاندې ژمنه کړې وه چې دقبائیلي ضلعو په پرمختیا به راتلونکو ۱۰ؤ کلونو پورې هرکال په ګډ ډول ۱۰۰ اربه روپۍ مصرفوي.

دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو پر مهال حکومت ژمنه کړې وه چې قبائیلي سیمو ته به د کلیزو پرمختیایي پنګو ترڅنګ داین ایف سي ایوارډ‌ ترمخه ۱۰۰بلینه روپۍ هم ورکړل کیږي خو دقبائیلي ضلعو نه دپارلیمان اکثره غړي نیوکه کوي چې هغوئ ته تر اوسه کلیزې پرمختیايي پنګې هم په سم ډول نه ورکړل کیږي.

ښاغلي اسد عمر وویل اوس دا ګام شا وخوا دیو کال په ځنډ اخستل شوی اؤ سږکال به په قبائیلي ضلعو کې ۲۴یا ۲۵اربه روپۍ په پرمختیایي کارونو مصرف کیږي خو راتلونکي کال کې دا رقم باید ۶۰اربو روپو ته ورسول شي.

هغه وویل دا معامله یې پروسکال هم د این ایف سي په کچه پورته کړې وه چې ټولې خواوې باید دمرکز نه صوبو ته ورتلونکو پیسو کې قبائیلي ضلعو دپاره دخپلې برخې په حساب پنګې ورکړي اؤ اوس یو ځل بیا له صوبو غواړي چې دفاټا دپاره خپلو بودیجو کې ۱۱۰ اربه روپۍ بېلې کړي.

نوموړي وویل مرکز تر اوسه دخپلې برخې ۴۰فېصده پیسې قبائیلي ضلعو ته ورکړي اؤ چې صوبې به هم د درېوؤ لسیزو نه د زیات وخت راهسې دتباهۍ اؤ محرومۍ سره دمخ قبائیلي ضلعو په پرمختګ کې دخپلې برخې رول ولوبوي.

هغه زیاته کړه چې دقبائیلي سیمو په نوم تر اوسه زیاتې پنګې مصرف شوي اؤ ډالر ترلاسه شوي خو دې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې اؤ دثبات دښمنان په دغه سیمه کې زیات فعاله دي ځکه نو ددې قیمت به ټولو صوبو ته زغمل وي.

دوه کاله وړاندې دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډولو په مهال حکومت ژمنه کړې وه چې ددغو سیمو وګړو ته به دهیواد د نورو برخو د وګړو په څېر د پرمختیا موقعې برابرولی شي خو دقبائیلي سیمو نه دپارلیمان یو شمیر منتخب غړي اؤ عام خلک وایي حکومت ورسره تر اوسه خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.

دکرم قبائیلي ضلعې نه دقامي اسمبلۍ غړی ساجد حسین طوري په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ قبائیلو سره ژمنه شوې وه چې “مین سټریم” یا بنیادي ځاندره کې به ورګډولی شي خو داسې هیڅ ونه شول اؤ اوس دقبائیلي سیمو دننه داصلاحاتو خبرې یوازې تر میډيا محدودې پاتې شوي دي.

قبائیلي ضلعې شمالي وزیرستان سره تړاؤ لرونکي پېښور کې میشت خبریال ښاغلی ناصر داوړ وایي حکومت قبائیلي سیمې صوبه کې ورګډې خو کړې خو اوس په بند نه پوهیږي چې دغلته دخلکو محرومیتونه څنګه له مینځه یوسي.

وي او ای ډیوه ته هغه ویلي قبائیلي سیمې ترهګرۍ ځپلي،دخلکو کورونه اؤ روزګارونه پکې له مینځه تللي اؤ نن هم خپلو سیمو ته ستانه شوي په لکونو کډوال د مرستو په طمعه دي هغوئ سره یوازې وعدې کولې شي.

هغه وویل دفاټا خلک په یوویشتمه پیړۍ کې هم دانټرنیټ په څېر داساسي اسانۍ نه محروم دي، سړکونه نه لري،د اوبه خور نظام یې نشته، دسیلګرۍ دپاره ورته هیڅ پلان په نظر کې نه دی نیول شوی نو بیا څنګه به حکومت په تشو دعوؤ دفاټا دخلکو د ژوند معیار دهیواد د نورو برخو دخلکو دژوند کچې ته راولي؟