پولیسو ته دنشې په حالت کې د بدو ردو د ویلو نه وروسته دپولیس لخوا پېښور کې د نیول شوي ځل زلمي عامر دتهکال دپولیس په ولکه کې لوڅه ویډيو په ټولنیزو رسنیو خپره شوې چې له هغې وروسته دهغه د لوڅولو په تور یو پولیس افسر اؤ دوه سپاهیان نیول شوي اؤ ایس ایچ او معطل کړی شوی دی.
تیره اوونۍ په ټولنیزه رسنۍ بک فیس دعامر تهکالي په نوم یو زلمي د نشې په حالت کې پولیسو ته کنځلې کړې وې چې له هغې وروسته هغه دپېښور پولیسو نیولی ؤ اؤ له نیول کیدو وروسته هغه نه د بخښنې یوه ویډيو هم پولیسو کړې وه.
خو د چهارشنبې په ورځ ددغه زلمي یوه بله ویډیو په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلې ده کومه کې چې هغه د پولیسو په ولکه کې لوڅ کړل شوی اؤ پولیس ترې ویډيو کوي.
ددغه ویډیو مخې ته په راتلو سره په ټولنیزو رسنیو دخیبر پښتونخوا پولیسو په چلند سختې نیوکې شوي اؤ د وزیراعظم عمران خان په هغو دعوؤ پوښتنې راولاړې کړل شوي چې وایي دخیبر پښتونخوا پولیس یې بدل کړي دي.
سوشل میڈیا پر عامر نامی لڑکے کی چونکا دینے والی وڈیو وائرل ہوئی ہے۔ وڈیو میں دیکھا جا سکتا ہے کہ پولیس والوں کا ایک گروپ عامر کو برہنہ کر کے اس پر تشدد کر رہا ہے یہ تھانہ صوبہ خیبر پختونخواہ کا لگ رہا ہے جہاں کی پولیس کو عمران خان بار ہا مثالی کہہ چکے ہیں۔یہ ہے مثالی پولیس؟
— Reham Khan (@RehamKhan1) June 24, 2020
دپاکستان د وزیراعظم عمران خان پخوانۍ کور ودانې اؤ خبریالې ریحام خان په ټوئټر لیکلي په ویډیو کې ښکاري ګې دپولیسو یوه ډله عامر لوڅوي اؤ په هغه تشدد کوي اؤ دا دخیر پښتونخوا صوبې یوه تاڼه ښکاري ددغې صوبې پولیسو ته عمران خان پرله پسې مثالي پولیس وایي .
هغې پوښتنه کړې ده چې ایا دا مثالي پولیس دي؟
شاید عامرپولیس افسران کو گالیاں دیتے وقت نشے میں ہو گالیکن جو شرمناک حرکت پشاور پولیس نےکی وہ انسانیت اور ملکی اداروں کے رویے پر ایک سیاہ دبہ ہے#StopStateTerrorism#amir pic.twitter.com/b1pnFmqEgF
— Ali Wazir (@Aliwazirna50) June 24, 2020
دپي ټي ایم مخکښ مشر اؤ دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړي علي وزیر هم په ټوئټر ددې پېښې غندنه کړې اؤ اؤ لیکلي یې دي کیدای شي چې کوم وخت عامر پولیسو ته کنځلې کولې هغه به نشه کې ؤ خو کوم دشرم ډک حرکت چې دپیښور پولیسو کړی هغه دانسانیت اؤ ملکي ادارو په رویه یو تور داغ دی
زیاترو ټولنیزو فعالانو بیا په پولیس نیوکې کړي چې عامر تهکالی خو په نشه کې ؤ خو په په دې وروستیو کې دیو پوځي کرنل ښځې چې په هوش کې پولیسو ته کنځلې کړې وې نو هغې ته ولې پولیسو دڅه ویلو جرائت ونکړل شو؟
ایس ایس پی آپریشن ظہور بابر آفریدی نےسوشل میڈیا پر وائرل ہونےوالی ویڈیو کا نوٹس لیتےہوئے ایس ایچ او تہکال شہریار کو معطل اور اےایس آئی ظاہر اللہ، کانسٹیبل نعیم اور توصیف کو معطل و مقدمہ درج کرنے کی ہدایت کردی جس پر تینوں اہلکاروں کو گرفتار کرکےحوالات میں بند کر دیا گیا ہے۔ pic.twitter.com/H5LrJyqWLH
— Capital City Police Peshawar (@PeshawarCCPO) June 24, 2020
په سوشل میډیا د عامر نومي زلمي د لوڅې ویډیو مخې ته له راتلو اؤ په هغې دخلکو دسخت غبرګون نه وروسته دپېښور دپولیسو مشر یا ایس ایس پي ظهور اپریدي ویلي چې دتهکال تاڼې ایس ایچ او شهریار یې معطل کړی دی اؤ په پېښه کې ککړ یو ای ایس ايي اؤ دوه سپاهیان نعیم اؤ توصیف یې نیولي اؤ دهغوئ په ضد یې دمقدمې درج کولو امر کړی دی.
زیاترو د ټولنیزو رسنیو فعالینو اؤ دبشري حقونو مبارزینو ویلي چې که عامر تهکالي دکنځلو جرم کړی ؤ نو پکار ده چې پولیسو هغه نیولی اؤ دقانون مطابق یې محکمې ته وړاندې کړی ؤ .
دغه فعالین وایي چې پولیس په چا دتشدد اؤ یا دچانه د جامو ویستلو اختیار نه لري اؤ سزا ورکول دپولیسو نه بلکې دمحکمې کار دی.
دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان وزیراعظم عمران خان پرله پسې دعوې کوي چې دخیبر پښتونخوا دپولیسو نه یې مثالي پولیس جوړ کړي دي اؤ اوس په دغه صوبه کې پولیس دچا سره هم زیاتی نه شي کولی