دافغان ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وایي طالبانو د تاؤتریخوالي په زیاتولو سره دبین الافغاني مذاکراتو پیل کیدو په اړوند دافغانانو اؤ نړیوالې ټولنې هېلې مړاوې کړي دي.
دیکشنبې په ورځ د ولسمشر ویاند په ټوئټر لیکلي چې طالبانو په دې وروستیو کې په ښارونو کې تاؤ تریخوالی زیات کړی، په امنیتي ځواکونو اؤ لویو لارو بریدونه کوي چې زیاتره پکې عام وګړي وژل کیږي.
هغه زیاته کړې چې طالبانو دهدفي وژنو لړۍ هم چټک کړې اؤ دولتي مامورینو باندې بریدونه کوي چې دې عمل د بین الافغاني خبرو په اړوند دافغانانو اؤ نړیوالې ټولنې هیلو ته زیان رسولی دی.
هغه په طالبانو غږ کړی چې د تاؤتریخوالي څخه په لاس اخستو باید د سولې پروسې سره په ریښتوني ډول یو ځائ شي،
افزایش خشونتهای اخیر گروه طالبان در شهرها، حمله بر نیروهای امنیتی و دفاعی کشور، انفجار ماینهای کنار جادهای طالبان که قربانی آن مردم اند، و هدف گیری کارمندان دولت، امید و انتظار مردم ما و جامعهی جهانی را برای آغاز گفتوگوها و برقراری صلح پایدار در کشور خدشه دار می سازد.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) July 12, 2020
دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان میډیا وایي په څلیریشتو ساعتو کې طالبانو په خپلو بیلابیلو بریدونو کې دڅلورو افغان سرتیرو په ګډون ۱۴کسان وژلي اؤ تر۲۰ زیات یې ژوبل کړي.
د یکشنبې په ورځ هم دبغلان اؤ سمنګانو په لویه لاره دطالبانو اؤ افغان ځواکونو ترمنځ یوه درنه نښته شوې چې دمیډیا راپورونو له مخې په دغه نښته کې څلور سرتیري وژل شوي اؤ ۱۰ نور ژوبل شوي دي.
تیرکال دامریکا اؤطالبانو ترمنځ دسولې د تړون لاسلیک کیدلو راپدیخوا افغان دولت څو کرته طالبانو نه د اوربند غوښتنه کړې ده خو طالبانو په پرله پسې توګه دغه غوښتنې رد کړي دي.
دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې دشوي تړون له مخې افغان دولت به دطالبانو ۵۰۰۰ اؤ طالبان به د افغان دولت ۱۰۰۰ بندیان له بنده خلاصوي اؤ تر اوسه دواړو خواؤ یو شمیر بندیان خوشې کړي هم دي.
خو سرچینې وایي چې افغان دولت د ۵۰۰ هاغو طالب بندیانو دخوشې کولو نه انکارکړی چې په سترو بریدونو اؤ نورو جرمونو کې ککړ دي چې دې عمل دبېن الافغاني خبرو مخې ته خنډان راولاړ کړي دي