دپاکستان دسترې محکمې په څو قاضیانو دنیوکو له امله د محکمې دسپکاوي تورونو سره مخ اؤ داسټیبلمشنټ دکړنو سخت ناقد خبریال مطیع الله جان په اسلام اباد کې لادرکه شوی اؤ دپاکستان دبشري حقونو کمیشن اؤ دهغه کورنۍ هم دهغه دلادرکه کیدو پخلی کړی دی.
دپاکستان دسترې محکمې دیو جج قاضي فائز عیسی دهیواد نه بهر دجائیدادونو په قضیه کې خبریال مطیع الله جان په دې وروستیو کې دخپل یو ټوئټ دلارې دسترې محکمې په ځېنو قاضیانو سختې نیوکې کړې وې اؤ هغوئ یې د چالبازو اؤ دشانه د وار کوونکو په نوم بللي وؤ.
دباکستان دسترې محکمې مشر قاضي دخبریال مطیع الله جان په دغه ټوئټ دخپله انده نوټس اخستی ؤ اؤ هغه یې دمحکمې په سپکاوي کولو تورن کړی ؤ.
د نهې په ورځ دپاکستان دبشري حقونو کمیشن په خپل یو بیان کې ویلي چې مطیع الله جان داسلام اباد څخه بې درکه شوی اؤ په حکومت یې غږ کړی چې باید هغه په خوندي ډول راپېدا کړي.
د خبریال مطیع الله جان میرمنې هم د انډیپنډنټ اردو په نوم ویب پاڼې ته منلې چې دهغې میړه د اسلام اباد څخه وروسته له هغې بې درکه شوی چې نن سحر یې هغه په سکول کې پرېښوده.
هغې ویلي چې د مطیع الله جان ګاډی په داسې حال کې داسلام اباد نه ترلاسه شوی چې چابي هم پکې لګیدلې وه خو هغه پکې پخپله نه ؤ.
دخبریال مطیع الله جان د بې درکه کیدو دا اطلاعات په داسې وخت کې مخې ته راغليچې ټاکل شوې وه سبا هغه ستره محکمه کې د محکمې دسپکاوي په قضیه کې خپل جواب جمع کولو
Matiullah Jan%27s abduction from the heart of Islamabad tells you the regime of fear and terror that the Imran govt has created in Pakistan. pic.twitter.com/lMea5kpRGb
— Syed Talat Hussain (@TalatHussain12) July 21, 2020
دهغه په بې درکه کیدلو یو بل وتلی پاکستانی خبریال طلعت حسین په ټوئتر لیکي د اسلام اباد د زړه نه د مطیع الله جان تښتونه هغه ویره اؤ دهشت په ګوته کوي چې دعمران خان حکومت په پاکستان کې پیدا کړی دی.
طلعت حسین یوه لنډه ویډیو هم په ټوئټر خپره کړې ده چې پکې دلرې نه څه موټران اؤ خلک لیدل کیږي اؤ ددغه ویډیو تر شا کیدونکو غږونو کې ویل کیږي چې "مطیع ورور هم پکې ښکاري په زوره ګاډي ته خیژول کیږي"
سی سی ٹی وی فوٹیج سے صاف واضح ہے کہ سی ٹی ڈی کے لوگوں نے مطیع اللہ جان کو اُٹھایا ہے آخر کس قانون کس وارنٹ گرفتاری پر دن دھاڑے اُٹھایا گیا ہے۔جنہوں نے پارلیمنٹ پر حملہ کیا وہ صدر وزیراعظم لگ گئے کوئی ادار تب حرکت میں نہیں آیا آج تک#BringBackMatiullah
— Zeeshan Khan Niazi (@niyazee26) July 21, 2020
ذیشان خان نیازي نومې تن په ټوئټر لیکلي د سي سي ټي وي فوټیج نا په ډاګه معلومیږي چې مطیع الله جان د ترهګرۍ ضد پولیسو تښتولی دی.
هغه پوښتنه کړې ده چې اخر دکوم قانون په اساس هغه په پرته کوم وارنټ څخه په رڼا ورځ پورته کړل شوی .
نوموړي دا هم ویلي چې چا دپاکستان په پارلیمان برید کړی ؤ هغوئ نن دپاکستان صدر اؤ وزیراعظم مقرر کړل شوي دهغوئ په ضد ولې اداره په حرکت کې نه راځي
د ذیشان نیازي لخوا هم یوه ویډیو په ټوئټر خپره شوې ده چې ورته هغه لیکلي مطیع الله جان له تښتول کیدو په مهال خپل موبائیل دسکول ودانۍ ته غورځولی خو پولیسو دغه موبائیل هم راپورته کړی دی
مطیع اللہ جان نے اپنا موبائل سکول میں پھینکا مگر وردی میں ملبوس شخص وہ موبائل بھی مانگ کر لے گئے۔دہشتگردوں کو پروٹوکول دیا جاتا ہے یہاں اور عام عوام کو دن دھاڑے اُٹھا لیا جاتا ہے#BringBackMatiullah pic.twitter.com/llycoaJuE5
— Zeeshan Khan Niazi (@niyazee26) July 21, 2020
په سوشل میډيا بیلابیلو خپرو شوؤ ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې مطیع الله جان په دوؤ ګاډو کې سوارو تر شپږو زیاتو کسانو دځان سره بوتلی دی.
دغه ویډيو ګانې له هغې کیمرې ترلاسه شوي چې ترڅنګ یې دمطیع الله جان ولاړ ګاډی موندل شوی.
مطیع الله جان د تیرو درېوؤ لسیزو راهسې دخبریالۍ په څانګه کې کار کوي اؤ هغه زیاتره مهال پخپلو لیکنو اؤ ویناګانو کې دپوځ اؤ عدلیې په کردار هم ټکونه کوي.
دهغه د بې درکه کیدو د اطلاع سره سم په ټولنیزو رسنیو خبریالانو ،سیاستمدارانو اؤ مدني فعالانو په حکومت اؤ دهیواد په خفیه ایجنسیو د نیوکو لړۍ پیل کړې ده خو تراوسه حکومت په دې هکله څه غبرګون نه دی ښکاره کړی