ترهګرو سره دمالي مرستو قضیه کې دحافظ سعید د ډلې مشرانو ته دشپاړس نیم کاله بند سزا

د ترهګرۍ دمخنیوي محکمې پاکستان کې دناچله ګرځول شوې تندروه مذهبي ډلې جماعت الدعوه دوؤ مرکزي مشرانو ته دترهګرو سره دمالي مرستو په دوسیه کې د۱۶ؤ کالو اؤ یو ته د یونیم کال دبند سزا اورولې ده.

دپنجاب سرښار لاهور کې تیره ورځ د ترهګرۍ دمخنیوي محکمه کې دجماعت الدعوه د درېوؤ مشرانو په ضد ترهګرو سره دمالي مرستو د قضیې اوریدنه جج اعجاز احمد بټر کړې ده.

ډان ورځپاڼه وایي دمحکمې دغه جج دتندروه ډلې جماعت الدعوه دوؤ مشرانو حافظ عبدالسلام اؤ پروفیسر ظفر اقبال ته د بیلابیلو دفعو په اساس ټول په ټوله دشپاړس نیمو کالو دبند اؤ دیو لک اؤ ۷۰ زره روپو دجرمانې سزا اورولې ده.

همدغه شان عبدالرحمان مکي نومې تن ته هم د جرم په ثابتیدو دمحکمې لخوا د یو نیم کال بند اؤ ۲۰زره روپو دجرمانې سزا اورؤل شوې.

د قضیې اوریدنې په مهال دترهګرۍ دمخنیوي محکمې ته د۱۰ؤ نه زیات ګواهان وړاندې کړل شوي وؤ چې د جماعت الدعوه د یادوؤ بندي مشرانو وکیلانو ددغو ګواهانو په بیانونو جرحه کړې ده.

دترهګرۍ دمخنیوي محکمې پولیسو تیرکال په لاهور،ګوجرانواله،ملتان،فیصل اباد،ساهیوال اؤ سرګودها سیمو کې د جماعت الدعوه د مشر فافظ سعید اؤ دهغه د نورو ملګرو په ضد ۲۳مقدمې درج کړې وې.

په دغو کسانو تورونه لګول شوي وؤ چې د مدرسو اؤ جوماتونو څخه د ترهګرو د مالي مرستو دپاره استفاده کوي.

سږکال دفرورۍ په میاشت کې هم محکمې په دغسې دوؤ قضیو کې دجماعت الدعوه مشر حافظ سعید اؤ ملک ظفر اقبال ته د پینځه نیم کاله د بند سزا اورولې وه.

د ځینو څېړونکو په باور د پاکستان حکومت، امنیتي ادارو او عدالتونو په تېرو څو میاشتو کې د ناقانونه وسلوالو او توندروه ډلو په ضد ګړندي ګامونه اخیستي دي چې وایي د دې تړاو د ایف اې ټي ایف له غوښتنو سره دی چې له پاکستانه د ترهګرو د مالي سرچینو بندول غواړي.

دا په نزدو ورځو کې ترهګرو سره د مالي مرستو په تور د سزا دریمه پرېکړه ده، د جون پر اتلسمه هم د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت د نړیوال ترهګر پېژندل شوي حافظ سعید د ډلې جماعت الدعوه څلور مشران سزا کړي وو.

خو د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په تېرو ورځو کې پخپل کالني رپوټ کې یو ځل بیا دعوه کړې وه چې پاکستان د هغو ترهګرو په ضد ګامونه نه دي اخستي چې په هند او افغانستان کې په وسله والو بریدونو کې لاس لري چې پاکستان یې دا دعوه رد کړې ده.