دپاکستان دصدر په لانجمن بیان دفرانس خارجه وزارت دپاکستان سفیر ته احتجاج کړی

فرانس کې مسلمانانو سره دتوپیري قانون په ضد د پاکستان دصدر ډاکټرعارف علوي په لانجمن بیان د فرانس خارجه وزارت دپاکستان سفیر رابللی اؤ دصدر علوي په دې بیان یې ورته سخت احتجاج کړی دی.

دخالي په ورځ دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي دمذهبي ازادیو په اړوند یو کانفرنس ته پخپله وینا کې دفرانس په حکومت غږ کړی ؤ چې دداسې قوانیو جوړولو نه باید ډډه وکړي چې مسلمانان پکې په ګېره کې اخستل کیدی شي ځکه چې دکرکو اؤ جګړو په شکل کې دداسې رقم ګامونو خطرناکې پایلې مخې ته راتلی شي.

دنړیوالې خبري شبکې ای ایف پي د رپورټ‌ له مخې د فرانسیې د بهرنیو چارو د وزارت وینا ده چې په دغه بیان دناخوښۍ ښودلو دپاره دپاکستان سفیر دبهرنیو چارو وزارت ته رابلل شوی اؤ هغه ته ویل شوي چې دفرانس په قانوني مسوده کې هیڅ توپیري اړخ نشته.

دفرانس دبهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا قانوني مسوده دمذهب د ازادۍ داساسي اصولو سره برابر ده اؤ پکې د بیلابیلو مذهبونو ترمنځ هیڅ توپیر نه دی ساتل شوی اؤ دا قانون د ټولو عقیدو لرونکو دپاره دی.

فرانس زیاته کړې ده پاکستان باید ارو مرو په دې خبره ځان پوهه کړي چې زمونږ ترمنځ د دوه اړخیزه اړېکو دپاره مثبته رویه خپلول پکار ده.

تر دې وړاندې هم دپاکستان وزیراعظم عمران خان داکتوبر په میاشت کې د فرانس په صدر په اسلام د برید اؤ داسلامي شعائرو په ضد دکېدونکو فعالیتونو دملاتړ تورونه لګولي وؤ.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان روانه میاشت ویلي د تندره مذهبي ډلې تحریک لبیک سره یې حکومت تړون کړی چې دفرانس په ضد دهغوئ غوښتنې به داپریل میاشت کې دپارلیمان مخې ته ږدي .

تیرکال دنومبر میاشت کې فرانس کې د اسلام دستر پیغمبر د سپکاوي له خاکو خپریدو وروسته دتحریک لبیک په زرګونو فعالین کوتکو په لاس پلازمېنې اسلام اباد ته دننوتلو دپاره فیض اباد سیمې ته ورټول شوي وؤ اؤ هڅه یې کوله چې اسلام اباد ته ننوځي خو امنیتي ځواکونو دهغوئ مخه نیولې وه.

تیرکال په ۱۶م نومبر تندره مذهبي ډلې تحریک لبیک سره دهغوئ داحتجاج ختمولو دپاره تړون کړی ؤ چې له هیواده به د فرانسیې سفیر وباسي، په یاد هیواد کې به خپل سفیر نه مقرروي اؤ په دولتي کچه به دفرانس دجوړو شیانو داخستو پرېکون کوي.