پاکستان ایي ایم ایف نه دپور نور 50 کروړه ډالر ترلاسه کړل

دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف لخوا د شپږو اربو ډالرو دپور ورکولو دپروګرام لاندې پاکستان ته نور 50 کروړه ډالر پور هم ورکړل شوی دی.

تر دې مخکې هم مخکې ایي ایم ایف دوؤ پړاوؤنو کې پاکستان ته 1.45 ارب ډالره ورکړې دي او د 50 کروړه ډالرو ددې نوي قسط ورکولو سره پاکستان ته د ورکړل شول قرضې حجم دوه اربه ډالرو ته رسېدلی دی.

دا پیسې ایي ایم ایف پاکستان ته وروسته له هغې ورکړي چې حکومت په دې وروستیو کې دبجلۍ نرخونو کې زیاته اضافې، د 140 اربو روپو نوؤ ټیکسونو لګولو او د هېواد مرکزي بانک ته بې څاري خود مختاري ورکولو ته غاړه کېښوده

دپاکستان مرکزي بینک دایي ایم ایف څخه دپور دبل قسط ترلاسه کیدو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې دغه ادارې نه مرکزي بینک ته 49 کروړه اؤ 87 لکه ډالر ترلاسه شوي دي.

په دې وروستیو کې نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم ایف خپل یو بیان کې ويلي وؤ پاکستاني چارواکو د اداره جاتي نيمګړتياو پوره کولو ترڅنګ داسې ګامونه اخستي دي چې له کبله یې هېواد ته د 500 مېليونو ډالرو دې قسط منظوري ورکړل شوه.

څېړونکي وايي پاکستان د زړو پورونو بېرته ستنولو لپاره نوي پورونه اخلي او ترڅو چې حکومت سره سره پوځ خپل غېر جنګي لګښتونه نه وي راکم کړي نو پاکستان د قرضو د جال نه نشي وتلی.

د عبدالولي خان پوهنتون د اقتصادیاتو د څانګې پخوانی مشر او کارپوهه ډاکټر منظور وايي حکومت کارپورېټ انکم تېکس کې ورکړی شوې استثنا بېرته اخستې ده او د جولایي د وړومبۍ نېټې نه یې د کارپوذېشنز نه د ټیکس اخستل پېل کړي .

ډیوه ته نوموړي ویلي چې حکومت د اي ایم ایف د شرط په اساس دبجلۍ په نرخونو کې هم د 36 فيصدي اضافې منظوري ورکړې ده اؤ اوس یو داسې ارډیننس هم جاري کوي چې د پاکستان مرکزى بنک ته خود مختاري ورکړي.

داقتصادي چارو وتلی څېړنکار قیصر بنګالي ډیوه ته ویلي قرضه هغه وخت اخستل کیږي چې کله د یو هېواد لګښتونه د امدن نه زيات وي. پاکستان د زړو پورونو ستنولو لپاره نوي پورونه اخلي او خپلو لګښتونو کمولو ته تیار نه دی.

هغه وايي که دپاکستان حکومت د قرضو د جال نه ځان خلاصول غواړي نو د حکومتي لګښتونو سره سره به پوځ ته هم خپل غېر جنګي لګښتونه کمول وي ولې چې دا وخت د پوځ غېر جنګي خرچې هم ډېرې سېوا دي.