دخیبر پښتونخوا دپولیسو پخوانی مشر (ايي جي) ناصر دراني دکرونا وایرس له امله د ګل په ورځ دلاهور په یو هسپتال کې مړ شوی دی.
دلاهور دپولیسو ویاند رانا عارف رسنیو ته ویلي چې ناصر دراني د شا وخوا میاشت وړاندې په کرونا وایرس اخته شوی ؤ خو یوه اوونۍ وړاندې یې دساه تکلیف زیات شوی اؤ دلاهور په یو روغتون کې بستر کړل شوی ؤ.
دپاکستان وزیراعظم عمران خان،دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي،دخیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان اؤ ګورنر شاه فرمان د ښاغلي ناصر دراني په مړینه د غم اؤ خفګان څرګندونه کړې ده اؤ دهیواد دپاره دهغه خدمات یې په زرینو ټکو کې ستایلي دي.
وزیراعظم عمران خان په ټويټر لیکلي دخیبر پښتونخوا دپولیسو دمشر یا ایي جي په توګه هغه دپولیس محکمه کې په اصلاحاتو راوستو کې مثالي رول لوبولی ؤ اؤ دهغه په مړینه پاکستان دمهم پولیس افسر څخه محروم شوی دی.
Saddened to learn of the passing of former IG Police Nasir Durrani. My condolences and prayers go to his family. He was instrumental in reforming KP police when he was the IG. Pakistan has lost an outstanding police officer.
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) April 19, 2021
څلور شپیته کلن ناصر دراني په خټه درانی پښتون ؤ خو پیدا شوی دپنجاب په حسن ابدال سیمه کې ؤ .
هغه په کال 1982 کې دپولیس محکمه کې د ای ایس پي په توګه بهرتي شوی ؤ چې وروسته یې بیا پړاؤ په پړاؤ ترقي کړې وه اؤ په کال 2013م کې دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر ټاکل شوی.
په دغه عهده هغه څه کم څلور کاله خدمات ترسره کړي وؤ.
وروسته چې کله هغه دپولیس محکمې نه ریټائرډ شو نو وزیراعظم عمران خان په پنجاب کې دپولیس اصلاحاتو دکمیشن مشر وټاکلو خو له دغې عهدې هم ډیر زر استعفا ورکړې وه اؤ بیا یې په کور وخت تیرولو.
دخیبر پښتونخوا دپولیس مشر په توګه هغه په دغه محکمه کې ګڼ شمیر اصلاحات رامنځته کړي وؤ اؤ د ولس اؤ پولیس ترمنځ اړېکې ټینګول یې خلکو یوه مهمه کارنامه بلله.
تر ناصر دراني دمخه تیر کال دپېښور هایکورټ مشر قاضي وقار احمد سیټهـ ، یو شمیر دپارلیمان غړي،سیاستمداران،ډاکټران اؤ د ژوند دبیلابیلو تپو سره تعلق لرونکي ګڼ شمیر وتلي شخصیات هم په کرونا وایرس مړه شوي دي