دپاکستان په ضد دسیریز په ګډون دکرکټ راتلونکو سیالیو دپاره د ښه چمتووالي په موخه د پنجشنبې یا زیارت په ورځ دکابل په کرکټ اسټیډیوم کې پینځلس ورځنی روزنیز کمیپ پیل شوی دی.
دافغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روزنې په دې پړاؤ کې به دتوپ وهنې،توپ اچونې اؤ فیلډنګ درېوؤ واړو میدانونو کې دلوبغاړو غوره روزنې ته ځانګړې پاملرنه کولی شي.
دافغانستان دکرکټ دملي لوبډلې مشر حشمت الله الله شاهدي ویلي دپاکستان په ضد د یو ورځنیو سپرلیګ سیالیو ته دخپلو لوبغاړو تیارؤل خورا مهم دي اؤ افغان لوبغاړو ته به تجربه کاره ملي کوچ یا روزونکی روزنه ورکوي.
دافغانستان کرکټ بورډ دبیان له مخې حشمت الله شاهدي ویلي چې افغان لوبډله به ددې سیالیو دګټلو دپاره خپلې زړه پورې هڅې کوي.
To prepare well for the upcoming competitions, including series against Pakistan, a 15-day training camp started at Kabul Cricket Stadium. The camp will focus on strengthening all three aspects of the players. More: https://t.co/3iugiRxdDl pic.twitter.com/kUcfB7qmXv
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) June 10, 2021
هغه ویلي دسپر لیګ سیالیو کې دافغان لوبډلې ښه لوبه به دکرکټ نړیوال جام کې دافغان لوبډلې توان نور هم سیوا کړي.
په کابل کې پیل شوي دې روزنیز کیمپ کې ۳۰ لوبعاړي برخه لري چې پینځه پکې تیز توپ اچونکي یا فاسټ باؤلران هم دي.
دافغانستان کرکټ بورډ وایي چې دیاد کیمپ دپاره دلوبغاړو انتخاب د فټنس ،ډسپلن اؤ ښه فعالیت په اساس شوی دی