پاکستاني چارواکي وایي په بلوچستان ایالت کې دایران لخوا فعاله هغه شپږ غیرقانوني سکولونه یې تړلي دي چې دایراني وګړو دانتظام لاندې یې فعالیت کولو.
دکوټې مرستیال کمشنر محمد ذوهیب الحق په کوټه کې ددې سکولونو دتړل کیدو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې دا سکولونه په ناقانونه توګه پرانستل شوي وؤ.
مرستیال کمشنر ویلي چې دا سکولونه ایراني وګړو چلول اؤ زده کوونکو ته پکې دپاکستان دقانون څخه په سرغړونه دبهرني نصاب په اساس سبقونه ښودل کیدل.
دکوټې دمرستیال کمشنر په وینا دا مکتبونه د بلوچستان دشخصي مکتبونو دادارې بلوچستان پرائیوټ ایجوکیشن انسټیټیوټ اؤ ریګولیټري اټارټي سره رجسټرډ نه وؤ اؤ پخپل سر یې فعالیت کولو
6 Iranian schools on Kirani Road operating illegally without registration of Balochistan Private Educational Institutions Registration and Regulatory Authority sealed with Director BEF. @DcQuetta pic.twitter.com/pq1daXWQXY
— Assistant Commissioner City, Quetta (@ACCityQta) June 11, 2021
دبلوچستان دایجوکیشن فاونډیشن دڅارنې دڅانګې ډایریکټر شبیر احمد ویلي هغوئ په سیمه کې دداسې نورو څلورو مکتبونو په هکله هم پلټنې کوي چې پکې بهرنی نصاب ښودل کیږي.
دانډیپنډنټ اردو یو رپورټ کې دتعلیم دڅانګې ددغه چارواکي له خولې ویل شوي زیات احتمال شته چې دملکي قانون څخه په سرغړونې کولو دا نور څلور مکتبونه هم وتړل شي ځکه چې پاکستان کې بهرني استاذان اؤ بهرني سبقونه دمنلو نه دي.
هغه زیاته کړې ده چې په یادو مکتبونو کې نه یوازې انتظامي چارې دایراني وګړو په لاس کې وې بلکې دسبقونو اؤ امتحانونو څارونکي یې هم ایرانیان وؤ.
د رپورټ کله مخې په سیمه کې دې مکتبونو په کال ۱۹۹۲ کې دفعالیت اجازه یا این او سي لرله خو شبیر احمد وایي چې یوازې دا این او سي د مکتبونو دفعالیت دپاره کافي نه وي ځکه چې دا مکتبونه د کورنیو چارو اؤ دتعلیم محکمې سره راجسټرډ نه و