دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د افغان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو اؤ طالبانو ترمنځ دسختو نښتو اطلاعات مخې ته راغلي اؤ دکورنیو چارو وزارت دعوه کوي چې په دې تازه نښتو کې طالبانو ته درانه ځاني زیانونه اوښتي دي.
دشنبې په ورځ دافغانستان دکورنیو چارو وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې دطالبانو اؤ افغان ځواکونو ترمنځ دا نښتې په غزني،خوست،زابل،بادغیس ،بلخ ،سرپل،هلمند،نیمروز،کندوز ،تخار اؤ کاپیسا ولایتونو کې شوې دي.
په ټویټر دکورنیو چارو وزارت دعوه کړې ده چې په دې خورو ورو نښتو کې ۱۹۱ طالبان وژل شوي اؤ ۱۰۲ ژوبل شوي هم دي.
د دوښمن پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په متقابلو نښتو کې ۱۹۱ ترهګر طالبان وژل شوي، ۱۰۲ ټپيان او همدارنګه ۲۳ نور نیول شوي دي. یاد طالبان په غزني، خوست، زابل، بادغیس، بلخ، سرپل، هلمند، نیمروز، کندوز، تخار او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي، ټپيان او نیول شوي دي. pic.twitter.com/SFwkSg8WSt
— Ministry of Interior Affairs- Afghanistan (@moiafghanistan) July 10, 2021
وزارت وایي دنښتو په مهال ۲۳ طالبان ژوندي هم نیول شوي خو ددې برعکس بیا طالبانو په ټولنیزو رسنیو دعوې کړي چې هغوئ په بیابیلو ولایتونو کې نورې ولسوالۍ هم د دولت نه نیولي .
طالبان وایي دا مهال دهیواد ۸۵ فیصدي سیمو باندې هغوئ خپل کنټرول ټینګ کړی خو افغان دولت دطالبانو دا دعوې دروغ بلي اؤ وایي چې په کومو ولسوالیو یې قبضې کړي هغه ترې هم دولتي ځواکونه اوس بېرته ترلاسه کوي .
تیره ورځ افغان دولت ویلي وؤ چې په هرات کې یې اسلام قلعه بندر اؤ ادرسکن ولسوالۍ بېرته دطالبانو له منګولو خلاصې کړي اؤ هغوئ ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده خو دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر دافغان دولت دا دعوې بې اساسه بللې دي.
#الفتح:مهم: د لغمان له علیشنګ ولسوالۍ( چې اولس یې د دښمن له وحشتونو څخه تر پوزې رسیدلی و)څخه هم دښمن وشړل شو.تیره شپه د یادې ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټول ملحقات د مجاهدینو په کنترول کې شول.دښمن دتلفاتوپه لیدلو سره وتښتید، وسلې او تجهیزات یې د مجاهدینو لاس ته ورغلل.
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) July 10, 2021
طالب ویاند وایي چې داسلام قلعه بندر اؤ دهرات ټولې نورې نیول شوې سیمې اوس هم دهغوئ په کنټرول کې دي.
دامریکې لخوا افغانستان څخه دخپلو ځواکونو دلړۍ پیل کولو سره سم په افغانستان کې دطالبانو بریدونه سیوا شوي اؤ دعوې کوي چې هغوئ دهیواد زیاتره سیمې نیولي دي.
افغان دولت دطالبانو دبریدونو تر شا دپاکستان لمسه ګڼي اؤ هم نن دخوست هوایي ډګر د پرانستې دستورې ته خپله وینا کې افغان ولسمشر اشرف غني په طالبانو غږ کړی چې که دوئ په افغانستان مئین وي نو ژمنه دې وکړي چې ډیورنډ کرښه په رسمیت نه مني.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد روانه اوونۍ یو پاکستاني خبریال مبشر لقمان ته ویلي وؤ چې که دوئ افغانستان کې واکمنۍ ته ورسیږي نو پاکستان سره به د ورورګلوۍ اړېکې لري ځکه چې پاکستان خپل دوهم کور ګڼي.
په دغه مرکه کې خبریال مبشر لقمان پرله پسې دطالب ویاند نه پوښتنې کولې چې ایا تاسې هندي چارواکو سره هم تماسونه نیولي دي؟
ذبیح الله مجاهد پخپله ماته ګوډه اردو کې جواب ورکړی ؤ چې دطالبانو هند سره هیڅ رقم تماسونه نشته اؤ پاکستان سره ښې اړېکې غواړ