پاکستان کې داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي دمشر جنرال فیض حمید داستعفا غوښتنې زور نیولی اؤ داتوار په ورځ په ټویټر باقاعده ټرینډ روان دی چې پکې جنرال فیض نه د استعفا غوښتنه کیږي.
د جنرال فیض داستعفا غوښتنه وروسته له هغې ټولنیزو رسنیو کې توده شوې چې تیره شپه فیصل اباد کې د مخالفو ګوندونو دایتلاف دجلسې په مهال په لوډ اسپیکر هم دایي ایس ایي دمشر څخه داستعفا غوښتنه وشوه.
دغې جلسې ته خپله وینا کې مریم نواز شریف د ایي ایس ایي د مشر جنرل فیض حمید له نوم اخیستلو پرته ویلي وؤ، چې عمران خان د یوې استخباراتي ادارې مشر پر خپله څوکۍ د ساتلو په خاطر غواړي خپل حکومت و ژغوري
د “فیض حمید استعفا ورکړه” په نوم روان دې ټرینډ کې د ۹۵۰۰ نه زیات ټویټونه شوي اؤ وتلی خبریال ابصار عالم وایي داسې له دې وړاندې کله هم نه دي شوي چې دایي ایس ایي دیو حاضر سروس مشر نه په دومره لویه کچه داستعفا غوښتنه شوې وي.
جنرل فیض اپنی آنکھوں سے دیکھو مکافاتِ عمل۔ایسا کسی اور DG ISI کے ساتھ وہ بھی دورانِ سروس کبھی نہیں ہوا۔ریاست کے پیسے پر اپنے بچے باہر بھیجنے اور عوام کے بچوں کو گُمراہ کر کے دوسروں پر کیچڑ اُچھالنے والے سرکاری ملازم جو پارٹی ورکر بنے ہوئے ہیں وہ بھی دیکھیں کہ میرا رب نہیں بھُولتا pic.twitter.com/yzfFob0pPd
— Absar Alam (@AbsarAlamHaider) October 17, 2021
دپاکستان پوځ په شپږم اکتوبر جاري کړې یوه اعلامیه کې اعلان کړی ؤ چې دایي ایس ایي مشر جنرال فیض حمید له خپلې اوسنۍ څوکۍ څخه لرې کړل شوی اؤ دپېښور دکور کمانډر په توګه ذمه وارۍ ورسپارل شوي خو مطبوعاتي رپورټونه وایي چې دجنرال فیض دلرې کولو په معامله دپوځ اؤ حکومت ترمنځ جنجال روان دی .
دپاکستان حکومت تراوسه دپوځ لخوا د ایي ایس ایي دنوي ټاکل شوي مشر ليفټننټ جنرال نديم احمد انجم دټاکنې اعلامیه نه ده خپره کړې خو د کورنیو چارو وزیر شیخ رشيد تیره ورځ ویلي وؤ چې د هېواد د استخباراتي ادارې ایي ایس ايي د مشر د ټاکنې معامله به په يوه هفته کې هواره شي.
په ټویټر روان دې ټرینډ کې دایي ایس ایي دمشر په حواله یو شمیر خلکو خپل بیلابیل نظرونه شامل کړي دي، چرته که دهغه په کردار نیوکې شوي نو هلته یې یو شمیر فعالینو هغه ستایلی هم دی.
very bad a man who conquerred Afghanistan (😁😁😁😁😁) you ppl are demanding a resignation from him ?#فیض_حمید_استعفی_دو pic.twitter.com/6p0mvIqXTF
— Awais Khurshid (@AwaisKhurshid3) October 17, 2021
د اویس خورشید په نوم تن د یو څڼور تن سره چې تور پټکی یې پسر دی د جنرال فیض حمید دغاړې ورکولو عکس په ټویټر خپور کړی اؤ ورته یې په طنزیه انداز لیکلي” ډیره دافسوس خبره ده ،هغه سړی چاچې افغانستان فتحه کړو تاسو دهغه داستعفا غوښتنه کوئ”
فیض حمید کا فوج ، عدلیہ اور پارلیمنٹ کو بے توقیر کرنے پر کورٹ مارشل بنتا ہے نہ کہ #فیض_حمید_استعفی_دو
— Rashid Murad (@RashidMurad) October 16, 2021
راشد مراد چې زیاتره دپوځ په تګلارو خپلو ټویټونو کې نیوکې کوي هغه بیا په ټویټر لیکلي فیض حمید چې دپوځ،عدلیې اؤ پارلیمان کومه بې توقیري کړې ده په هغې یې کورټ مارشل پکار دی نه چې داستعفا غوښتنه یې وشي.
په ټولنیزو رسنیو بیا یو شمیر فعالینو بیا ددې ټرینډ ترشا د پخواني وزیراعظم د لور اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند دمرستیالې مشرې مریم نواز لاس یاد کړی اؤ په هغې اؤ دهغې دګوند په مشرانو یې دغلا تورونه لګولي دي.
افغانستان میں انڈیا کے منصوبے ناکام کرنے پر نون لیگ کا غصہ تو بنتا ہے۔نون لیگ کا کسی کیخلاف ٹریند چلانے کے مطلب وہ ملک کیلیے اچھا ادمی ہے
— Pti_Team (@pti_team) October 17, 2021
دپي ټي ایي ټيم په نوم دیو ټویټر اکاونټ نه لیکل شوي افغانستان کې دانډیا دمنصوبې په ناکامولو خو دنون لیګ غصه جوړیږي،
په دغه ټویټ کې لیکل شوي چې نون لیګ دچا په ضد ټرینډ چلوي نو مطلب یې دا شو چې هغه ښه سړی دی
دکورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید داتوار په ورځ د مریم نواز په بیګانۍ وینا سختې نیوکې کړي اؤ یو مطبوعاتي کانفرنس ته یې ویلي "د ادارې دمشر نوم اخستل دمریم نواز کم عقلي ده، په پوځ لارو کوڅو کې خبرې نه شي کیدای"
که يوې خوا ته حکومتي وزيران د حکومت او پوځ ترمنځ د ښو اړیکو راپورونه ورکوي نو بلخوا د وزير اعظم عمران خان د سياسي چارو ځانګړي مرستيال عامر ډوګر په دې وروستیو کې ویلي وو وزیر اعظم عمران خان غواړي چې د افغانستان په تناظر کې د جنرال فېض حميد د څه نور وخت لپاره د ايي اېس ايي د مشر په څوکۍ پاتې شي.