د طالبانو مشر ملا هبت الله په دویم ځل راڅرګند شوی خو مخ یې له خلکو اړولی دی

واشنګټن - د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده چې تر اوسه د عامو سترګو پټ پاته شوی دی، د اتوار/یکشنبې په ورځ کندهار کې د اختر د لمانځه پر مهال په داسې حال کې یو شمېر لمونځ کوونکو ته راڅرګند شو چې د رپوټونو ترمخه، د وینا کولو په وخت یې خلکو ته شا اړولې وه.

هغه دعوه وکړه چې د تېر اګسټ میاشتې راهیسي چې طالبانو په افغانستان کې واک اختیار ترلاسه کړی، په ملک کې ګني امن راغلی، او ویي ویل چي «بری، ازادي او کامیابي دې مبارک وي. امنیت او اسلامي نظام دې مبارک وي.»

طالبانو د اکثرو اسلامي ملکونو په خلاف، د اتوار/یکشنبې ورځ د اختر لومړۍ ورځ اعلانه کړه.

د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده د خپلې لنډې وینا پر مهال، لمونځ کوونکو ته خپل مخ ښکاره نکړ. رپوټونه وایي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو، صحافیان په شمول د سرکاري ټلوېژن جرنلسټان یې د مسجد په یو کونج کې ایسار کړي و او هغوی یې پرېنښودل چې هبت الله آخندزاده ته ورنږدې شي او یا یې تصویر واخلي.

سیمه کې موجودو کسانو وي او اې ته وویل چې طالبانو د عیدګاه امنیت ډېر کلک نیولی و، د جومات د ګنبدې او د شاوخوا ودانیو په بامونو باندې طالب ځواکونه د ماشینګڼو سره لیدل کېدل. همدا شان د جومات دننه او دباندې زیات شمېر وسله وال طالبان موجود و او روسي هلیکاپټرې هم په آسمان کې څرخېدلې.

د طالبانو مشر دپاره دا امنیتي ګامونه په داسې وخت کې اخېستل شوي و چې په دې وروستو کې د کابل په شمول د افغانستان په ځینو ښارونو کې په مسجدونو، سکولونو، او نورو عامو ځایونو باندې چاودنې شوي دي چې ګڼ شمېر خلک په کې وژلی شوي دي.

د ځینو بریدونو ذمه واري داعش خراسان ډلې په غاړه اخېستې ده.

افغانستان کې د پخواني نظام د ړنګېدو او د طالبانو د کامیابه کېدو نه پس، د جګړې له کبله مرګ ژوبله، تقریبآ ورکه شوې ده، مګر د تشدد نور ډولونه لا خلک اندېښمن ساتلي، که هغه د داعش یا بلې ډلې له خوا په عامو خلکو چاودنې وي، او که د طالبانو له اړخه د خلکو لادرکه کېدل او وژنې.

په تېر اکټوبر میاشت کې د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده د کندهار دارالعلوم حکیمیه نه لنډه لیدنه کړې وه

د اګسټ میاشتې راهیسې، دا عامو ځایونو کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله دویم ځل راښکاره کېدل دي. اول ځل هغه د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر میاشت کې په کندهار کې یوې مدرسې ته د لنډ ملاقات دپاره ورغی او د خپلو کسانو یوې وړې ډلې ته یې خبرې وکړې.

د طالبانو اړوند سوشل مېډیا اکاونټونو وروسته د اکټوبر میاشتې د ملاقات غږیز ریکارډېنګ خپور کړ چې په دې سره د ملا هبت الله د مړینې په حواله رپوټونه او ګنګوسې ردې کړي.

د طالبانو مشرانو په خپل اول ځل حکومت کې هم رسنیو ته مخونه نه ښکاره کول، خو دا ځل بغیر د ملا هبت الله نه چې طالبان یې خپل امیرالمومنین ګڼي، نورو ټولو مشرانو یې، په شمول د سراج الدین حقاني، رسنیو ته خپل مخونه ورښکاره کړي دي.