لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني: افغانستان یوې خطرناکې مرحلې ته داخل شوی او د دې نه د وتلو یوازینۍ لاره، د افغانانو یو بل منل دي


واشنګټن - د افغانستان پخوانی صدر محمد اشرف غني چې اوس مهال په جلا وطنۍ کې اوسیږي، د کمکي اختر په مناسبت یو پیغام کې ویلي چې د افغانستان اوسنی وضعیت له خطراتو ډک دی او په کار ده چې افغانان د تاریخ نه سبق واخلي او یو بل ومني، که نه نو حالات تر دې هم خرابېدلی شي.

ښاغلي غني په یو غږیز پیغام کې چې د اتوار/یکشنبې په ورځ یې د خپلې فېسبوک پاڼې له طریقه په پاړسي او پښتو ژبو خپور کړ، د سر نه تر پایه د طالبانو او یا د طالبانو د حکومت چې دوی ورته امارت اسلامي وایي، هېڅ نوم وانخیست، مګر د خبرو نه یې معلوم و چې زیاتره خبرې یې اوسنیو واکمنو طالبانو ته متوجې وې.

د اشرف غني وینا وه چې، "د تاریخ نه باید دا سبق واخلو چې ټول باید یو بل ومنو. او که چېرته د واک اختیار په انحصار باندې ټینګار وي، حالات به تر دې هم خرابه شي."

طالبانو باندي دا تېرې څو میاشتې نړېوالو هم زور اچولی چې یو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي، مګر د وخته چې په تېر اګسټ میاشتې کې طالبانو واک اختیار ترلاسه کړی، تر اوسه د ټول شموله حکومت جوړېدو ته ندي حاضر شوي او آن د انتخاباتو کمېشنونه یې هم ړنګ کړي دي، چې ښکاري دوی یوازې د خپل حکومت چلول غواړي.

د پخوانی ولسمشر وینا ده چې، "په زور باندې افغانان قانع کولی نشئ. ضرورت دی چې یو بل سره ټول افغانان په ملي اجماع باندې وغږیږو او د لارې یوې نقشې ته راشو چې د یو هوسا، آباد، آزاد، او بې طرفه افغانستان موخې ته ورسیږو او څنګه ټول ملا وتړو چې آبادۍ او ژوند ته کار وکړو، نه بربادۍ او مرګ ته."

طالبان دعوه کوي چې د دوی تر واک لاندې افغانستان آرامه شوی او ملک ته امن راغلی دی، خو د دوی د واک لاندې افغانستان کې چې کومې چاودنې رواني دي، د خلکو اندېښنې یې راپارولي دي.

پخواني صدر محمد اشرف غني د اتوار/یکشنبې په ورځ خپل پیغام کې وویل: "یو ځل چې د انفجار او انتحار دروازه پرانيستل شوه، بېرته د دې بلا تړل، مشکله کار دی. خو په ملي اجماع او د یو بل په منلو سره، د نجات یوازېنۍ لاره موجوده ده."

د جینکو تعلیم

طالبانو افغانستان کې د جینکو په تعلیم یو لړ محدودیتونه لګولي او جینکو دپاره یې د شپږم جماعت نه پورته سکولونه تړلي دي. پخواني افغان صدر اشرف غني، پخپل پیغام کې دا وړاندیز وکړ چې د ټېکنالوجۍ په ذریعه دې زده کوونکو ته د هغو په کلیو او کورونو کې تعلیم ورکړی شي.

ښاغلي غني وویل: "نن مونږ ضرور نده چې لکه د تېر غوندې ماشومان یوازې په مکتبونو کې وروزو (تعلیم ورکړو). دوی ته شرایط په کور کې، په کلي کې، په کلا کې، په جومات کې، په حجرو کې، او په ټولو نورو ځایونو کې برابرېدلی شي. اصلي دا ده چې دوی دا احساس او دا امکان ولري چې خپل ژوند او د خپلې ټولنې ژوند بدلولی شي او مثبته نتیجه اخېستلی شي."

د غني په وینا، افغانستان کولی شي په دې برخه کې د ځینو نورو اسلامي ملکونو د "کامیابه تجربو" نه ګټه واخلي. هغه د نورو محدودیتونو یادونه ونکړه کوم چې د طالبانو حکومت په ښځو لګولي او د بشري حقونو ډلو یې په هکله وخت ناوخت اندېښنې څرګندې کړي دي.

بهرنی سیاست او نړېوالې مرستې

د افغانستان پخواني صدر اشرف غني پخپلو خبرو کې د بهرنیو هېوادونو، په خاصه ټوګه ګاونډیو ملکونو سره د افغانستان د ښو تعلقاتو په ساتلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې اوس مهال د آسیا براعظم ترقي د بل هروخت په نسبت زیات دی او په کار ده "ټولو ګاونډیو سره او ټول د اسیا هېوادونو سره او نورې نړۍ سره مثبتو اړیکو دپاره چي هم د دوی او هم زمونږ په ګټه وي، نتیجې ته ورسیږو."

ښاغلي غني د افغانستان اوسنی ناوړه اقتصاد ته هم اشاره وکړه چې په کې میلینونه افغانان ډوډۍ پیدا کولو ته حیرانه دي او د نړۍ بشري امداد ته ضرورت لري. د پخواني صدر اشرف غني په وینا، د اقتصاد په بیارغونه کې د لنډ مهال او اوږد مهال دپاره نظریې لري، خو زیاته یې کړه: "زما تګلاره همیشه دا ده چې باید د اولس سره باید مشوره وشي، ځکه د افغانانو جمعي عقل، له فردي عقل نه اوچت دی او باید همیشه په ګډه یوې نتیجې ته ورسیږو."

اشرف غني بهر ته د تللو افغانانو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې په پردیو ملکونو کې افغانان هغه حقونه نشي درلودلی کوم چې پخپل هېواد کې یې درلودلی شي. د هغه په باور، "پردیسي کې ټول ناهیلیتوب دی. اما په وطن کې په ګډه، د ټولو عزت دی."

د طالبانو د واک ته رسېدو نه پس، په لسهاوو زره افغانان د طالبانو او د راتلونکو حالاتو د یرې، د وطن نه بهر ولاړل او ځینو سروې ګانو ښودلې ده چې افغانستان کې د روانو حالاتو د وجې، اکثره خلک غواړي بهر ملکونو ته ولاړ شي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG