لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایا دپاکستان په ډاډ اشرف غني بیا کابل ته ستنېږي ؟


Abdul Ghani

دافغانستان دپخواني ولسمشر اشرف غني افغانستان ته دستنیدو ګنګوسې یوځل بیا تودې شوې دي اؤ مطبوعاتو اشرف غني ته دنزدې سرچینو له خولې دعوه کړې ده چې ښاغلی غني به د وړوکي اختر نه وروسته افغانستان ته ستون شي.

دافغانستان دملي امنیت پخواني مشر ښاغلي رحمت الله نبیل دعوه کړې ده چې افغانستان ته داشرف غني د راستنیدو لپاره داشرف غني ورور حشمت غني احمدزي دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي دمشرانو سره په پاکستان کې لیده کاته کړي اؤ هغوئ ته یې د اشرف غني یو ځانګړی پیغام هم سپارلی دی.

خو دافغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان بیا وایي هغه ګمان نه کوي چې په نزدې راتلونکي کې به ډاکټر اشرف غني کابل ته بیا راستون شي ځکه چې طالبان لا دې ته تیار نه لیدل کیږي چې خپل حکومت کې بل چا له ځائ ورکړي.

دپېښور نه خپریدونکې دپښتو ورځپاڼې وحدت پخپل یو رپورټ کې متحده عرب اماراتو کې اشرف غني ته دنزدې سرچینو له خولې دعوه کړې ده چې هیواد ته داشرف غني دستنیدو لپاره زمینه برابر کړل شوې ده اؤ هغه به دکوچني اختر نه وروسته کابل ته ستون شي.

په دغه رپورټ کې دسرچینو له خولې ویل شوي چې اشرف غني اوس هم دافغانستان دسترو سیاسي شخصیاتو پخواني ولسمشر حامد کرزي،دحزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار،پخوانی اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په تماس کې دی،

دغه سرچینې وایي "اشرف غني به اوس دطالبانو اسلامی امارت پیاوړی کړي"

څو میاشتې وړاندې هم په مطبوعاتو کې داسې دعوې مخې ته راغلې وې چې داشرف غني هیواد ته راسنیدو لپاره په قطر کې طالب مشرانو سره دپاکستاني چارواکو پټې غونډې کړې دي خو پاکستان یا طالبانو ددغو دعوؤ پخلی یا تردید نه ؤ کړی.

دافغانستان دملي استخباراتو پخواني مشر رحمت الله نبیل هم افغانستان ته داشرف غني دستنیدو لپاره دپاکستان اؤ اشرف غني ترمنځ د رابطو پخلی کړی دی.

د خالي په ورځ په ټویټر ښاغلي رحمت الله نبیل دعوه کړې ده چې داشرف غني ورور حشمت غني په پاکستان کې د ایي ایس ایي له چارواکو سره لیدنه کړې او هغوی ته یې د اشرف غني ځانګړی پیغام سپارلی دی.

ښاغلي رحمت الله نبیل دخپلې دعوې لپاره هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی خو وایي چې داشرف غني د ورور اؤ‌ د ایي ایس ایي دمشرانو ترمنځ شوې لیدنه کې د ډاکټرغني "د راستنېدو او د طالبانو حکومت ته دده د سلا او مشورو او په ضمن کی دطالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو او د مرکزي بانک د پیسو په خوشې کېدو کې د هغه د اغیزمنتوب په اړوند بحث او څه ژمنې شوې دي"

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان بیا وایي چې داشرف غني دبیا راستنیدو په اړوند داسې دعوې له دې وړاندې هم شوې وې خو هغه بیا سمې ثابتې نه شوې اؤ فعلاً هم داسې احتمال نه لیدل کیږي چې اشرف غني به کابل ته را وګرځي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل طالبان هیڅ اماده نه دي چې خپل امارت کې نورو شخصیاتو ته برخه ورکړي ګنې داسې خو حامدکرزی اؤ عبدالله عبدالله هم دطالبانو موجوده نظام کې دیو کردار غوښتنه کوي اؤ نړۍ هم دټول شموله حکومت غوښتنې کوي خو طالبان یې نه مني.

"سره ددې چې په طالبانو ډیر ستر فشار دی خو زه ګمان نه کوم چې هغوئ به اشرف غني ته هرکلی ووایي یا به ځایې ورکړي"

هغه وایي دطالبانو مشرانو دا خبره څو ،څو ځله واضحه کړې ده چې په تیرو شلو کلونو کې څوک هم په څه نا څه توګه دحکومت برخه پاتې شوي،دهغوئ لپاره دوئ سره ځائ نه شته .

طاهر خان زیاتوي د رحمت الله نبیل دا دعوه پخپل ځائ ده چې داشرف غني ورور دایي ایس ایي مشرانو سره لیدنې کړي اؤ دهغه پیغام یې ورسپارلی خو دهغه په وینا هرڅوک په دې پوهیږي چې که اشرف غني افغانستان ته وګرځي نو هم دیو تن په رول نه خو دافغانستان کنګل پیسې راخلاصیدلی شي اؤ نه نړۍ دطالبانو حکومت په رسمیت مني.

وي او ای ډیوه په دې اړوند دطالبانو د نظر معلومولو لپاره دطالبانو دحکومت د ویاند سره دتماس نیولو هڅه وکړه خو دهغه موبایل هیڅ ځواب نه ویلو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG