واشنګټن - د پاکستان تجربه کار سفارتکار او د افغانستان د پاره د هېواد خصوصي استازي محمد صادق د خپلې دندې نه استعفا ورکړې او وايي نور وخت خپلو ذاتي کارونو ته ورکول غواړي.
محمد صادق د استعفا په اړه په خپل يو ټويټ کې وايي “د نزدې درېو کالو راهسې د پاکستان په خصوصي استازيتوب په افغانستان کې د خدمت کولو وروستو مې حکومت ته خواست کړی چې وخت راغلی زه نور په ذاتي کارونو، د کورنۍ په چارو، کتابونو، زراعت او ماحولياتو کار وکړم”.
ښاغلی صادق وايي هغه د وزير اعظم منندوی دی چې په خلاص مټ يې د هغه ملاتړ کړی چې د خصوصي استازي په توګه خپل کار په مخ يوسي. هغه وايي:
“زه د هغه خپلو ډېرو همکارانو د زړه نه مننه کوم چې ډېر وخت يې ورسره د پاکستان او افغانستان په تعلقاتو ښه کولو کې کار کړی”.
1. After serving close to three years as Pakistan%27s Special Representative for Afghanistan, I have requested the Government that the time had come for me to move on & focus on my personal pursuits - family, books and agriculture/environment.
— Mohammad Sadiq (@AmbassadorSadiq) March 1, 2023
هغه ډان ورځپاڼې ته تایيد کړې چې وزير اعظم ته يې خپله استعفا لېږلې او دا يې هم وويل چې وزير اعظم شهباز شریف يې استعفا منظوره کړې ده.
د کيبنېټ ډويژن نه هم نوټيفيکيشن شوی چې وزير اعظم شهباز شريف د صادق استعفا سملاسي منظوره کړې ده چې د وزير اعظم د خصوصي معاون په حيث يې دنده لرله.
د پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی صادق د افغانستان د پاره د استازيتوب په دې مهمه څوکۍ په کال 2020 کې ټاکل شوی وو. هغه د نيشنل سيکيورټي ډيويژن د سيکرټري په حيث د دندې نه په کال 2016 کې ريټاير شوی چې په کال 2008 او کال 2014 کې په کابل کې د پاکستان سفير هم پاتې شوی و.
صادق د خارجه چارو د وزارت تر يو نيم کال پورې وياند هم پاتې شوی او په کال 1994-1998 کې په بيجينګ، کال 1998-2000 کې په واشنګټن او څه موده يې په برسلز کې هم سفارتکاري کړې ده.