واشنګټن ـــــ د افغانستان پاکستان اکثره لوی ښارونه یوې زورورې زلزلې لړزولي او په هند کې یې هم ټکانونه محسوس شوي دي چې د رپوټونو له مخې په افغانستان کې ترې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو په پاکستان کې یې څو تنه مړه کړي او په لسګونو ټپیان کړي دي.
د اسوشیېټیډ پریس د خبر له مخې د سه شنبې- نهې په شپه شاوخوا لس بجې راغلې زلزلې لږ تر لږه 30 سیکنډه یا ثانیې دوام کړی دی چې له کبله یې خلک له ډاره کوڅو او سړکونو ته را وتلي دي.
د امریکې جیولوجیکل سروې د رېختر په کچه 6.5 ښوولې او وایي مرکز یې د هندوکش غرونو په شاوخوا کې وو چې ژورتیا یې 187 کیلومیټره وه.
Notable quake, preliminary info: M 6.5 - 40 km SSE of Jurm, Afghanistan https://t.co/wxZ5D1GFQs
— USGS Earthquakes (@USGS_Quakes) March 21, 2023
د پښتونخوا د قدرتي آفتونو د انتظام اداره وایي د چتونو، دېوالونو او د کورونو د نړېدو په پېښو کې دوه کسان مړه او شپږ نور ژوبل شوي دي او اته کورونه برسېرن زیانمن شوي دي.
د ډان انګرېزي ورځپاڼې د خبر له مخې د سوات ضلعې پوليس افسر شفيع الله ګنډه ورته ویلي چې هلته هم دوه کسان مړه شوي او 150 ژوبل شوي دي، چې وایي د علاج لپاره سيدو ټيچنګ هسپتال ته وړل شوي دي.
د پاکستان د موسمياتو ادارې مشر مهر صاحبزاد خان رېډيو پاکستان ته ویلي چې زلزله په اسلام اباد، پېښور، لاهور، راولپنډۍ، کوټه، کوهاټ، لکي مروت، ډېره اسماعیل خان، جنوبي وزيرستان او د ملک په نورو برخو کې محسوسه شوې ده.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر ټویټر د زلزلې له کبله د خلکو د "خیر او سلامتۍ" دعا کړې او د آفتونو په وخت د انتظام مرکزي او نورو اړوندو ادارو ته یې امر کړی چې د هر ډول ناڅاپي حالاتو پېښېدو ته دې تیار اوسي.
وزیراعظم محمد شہباز شریف کی اب سے کچھ ہی دیر پہلے آنے والے زلزلے کے حوالے سے خیریت اور سلامتی کی دعااللّٰہ تعالیٰ سب کو اپنے حفظ و امان میں اور ملک کو ہر آفت سے محفوظ رکھے: وزیراعظم
— President PMLN (@president_pmln) March 21, 2023
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په افغانستان کې زلزله "خورا شدیده" وه خو وایي په بدخشان، تخار، کندوز او پنجشیر کې تر اوسه د زلزلې له امله چاته د ځاني زیان کوم رپوټ یې نه دی تر لاسه کړی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ټولو ولایتونو والیانو یا ګورنرانو او نورو چارواکو ته په بیړني پیغام کې ویلي، چې کېدای شي زلزلې په ځينو سیمو خصوصاً په شمالي ولایتونو کې زیانونه اړولي وي دوی دې تیار اوسي:
"د کورنیو چارو وزارت له لوري ټولو اړونده مسؤلینو ته ځانګړی هدایت ورکول کیږي چې په متضرره [زیانمنو] سیمو کې په خپلو شته امکاناتو سره د متضررینو [اغېزمنو] لاسنيوی وکړي او خپل لاس لرلي امکانات د هغوی په خدمت کې ورکړي".
له بدخشان، تخار، کندز او پنجشیر څخه معلومات ښيی، سره دې چې زلزله خورا شدیده وه؛ خو په یادو ولایتونو کې تر اوسه د زلزلې له امله د ځاني زیان کوم راپور نشته.معلومات رسیده از ولایات بدخشان، تخار، قندز و پنجشیر نشان می دهد، با وجود شدت زلزله تا اکنون کدام زیان گزارش داده نشده است.
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) March 21, 2023
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي په ټول هيواد کې یې روغتيايي مرکزونه او په هغوی کې ډاکټران او ټول کارکوونکي چمتو کړي دي، خو وایي تر اوسه ورته د ځاني زيان کوم بد خبر نه دی ور رسیدلی.
د تېر کال په جون کې هم د 5.9 درجې زورورې زلزلې د افغانستان په پکتيکا ولايت کې تر یو زر زيات کسان مړه کړي وو او په لسکونو کسان یې بې کوره کړي وو.