د روس په مشرۍ د شپږو هېوادونو تنظیم اندېښمن دی چې له افغانستانه به ترهګرې ډلې د دوی سیمو ته ورشي

واشنګټن ـــــ د یورپ او اېشیا د شپږو هېوادونو پوځي اتحاد سي ایس ټي او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړي کېدو او د دې اتحاد غړو هېوادونو ته د ننوتو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده، خو طالبان وایي ټولې پولې د دوی تر واک لاندې دي.

په دې اتحاد کې د مخکیني سووېت یونین یا شوروي اتحاد شپږ هېوادونه دي چې مشري یې روس کوي او ارمینیا، بېلاروس، قزاقستان، کرغزستان او تاجکستان هم پکې شامل دي.

د ګډ امنیت د تړون تنظیم مشر ایمانګلي تسماګمبیوتوف د جمعې په ورځ د ماسکو په مرکزي دفتر کې د اتحاد د اعلی چارواکو یوې غونډې ته وویل:

"دا خطر مخ په زیاتېدو دی چې ترهګرې ډلې او توندروه نظریات به زموږ د سي ایس ټي او د متحدینو سیمو ته را داخل وشي، له افغانستانه پیچلي خطرونه د ځانګړې اندېښنې وړ دي".

د روس د تاس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې ایمانګلي تسماګمبیوتوف ویلي، له بېلابېلو ترهګرو ډلو سره سره هغه قوتونه هم په افغانستان کې پیاوړي کېږي چې د نشه یي موادو په غیرقانوني پیداوار او قاچاق کې لاس لري.

د طالبانو حکومت دا اندېښنې رد کړې دي چې ګواکې په افغانستان کې ترهګرې ډلې پیاوړې کېږي او د منځنۍ اېشیا ګاونډیو هېوادونو ته به ننوځي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وایي د هېواد پولې د دوی د ځواکونو په کنټرول کې دي او وایي په سرحدي سیمو کې یې ترهګرې ډلې نه شته. خوارزمي طلوع نیوز ته ویلي:

"سرحدونه مو سل فیصده زموږ تر واک لاندې دي، سرحدي ځواکونه او پوستې مو فعالې دي. مجاهدین شپه او ورځ د خپلو پولو ساتنه کوي او موږ په وار وار دا خبره رد کړې، کومې اندېښنې چې د سیمې هېوادونه او سازمانونه لري بیا یې ردوو".

د روس د امنیت شورا مشر نیکولای پیټروشیف هم د مارچ پر 29مه په افغانستان کې حالت کړکېچن وباله او ویې ویل چې دا هېواد د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو امنیت ته ستر ګواښونه او خطرونه پېښولای شي.

د تاس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې ښاغلي پیټروشیف په نوي ډیلي کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړی وو چې په دغو خطرونو کې ترهګري، د غیرقانوني وسلو او نشه یي موادو قاچاق، غیر قانوني مهاجرت او د توندروه نظریاتو ور خپرېدل شامل دي.

د روس په مشرۍ د شپږو هېوادونو پوځي تنظیم سي ایس ټي او په فرورۍ کې هم ویلي وو، چې له افغانستان سره د تاجکستان پر پوله د داعش خراسان زرګونه جنګیالي اچول شوي دي.

د ګډ امنیت د تړون سازمان (سي ایس ټي او) د ګډو ځواکونو مشر کرنل جنرل اناتولي سیدوروف د فرورۍ پر 14مه په ماسکو کې خبري غونډې ته ویلي وو، د منځنۍ اېشیا د امن لپاره تر ټولو لوی خطر له هغو یو شمېر سخت دریځو ډلو څخه دی چې په افغانستان کې یې پښې ټینګې کړې دي:

"د داعش د افغان څانګې ولایت خراسان- چې روس ناقانونه ګرځولې- د غړو شمېر د ښکاره ډول شاوخوا 6,500 ته رسېدلی دی چې تر 4,000 پورې وسلوال یې د تاجکستان جنوبي پولې ته څېرمه په بدخشان، کندوز او تخار کې دي."

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان په درو شمالي ولایتونو کې د داعش د زرګونو جنګیالیو د شته والي په اړه د روس د اعلی پوځي چارواکي دا څرګندونې بې بنیاده بللې وې او روس ته یې ویلي وو افغانستان ته دې ورشي او دغه ولایتونو دې خپله وګوري.