رپوټ: په ایران کې تېزندۍ زیاتې شوې دي،‌ یواځې تېر کال یې 582 بندیان په دار ځړولي دي

واشنګټن ــــ د بشري حقونو دوو ډلو په یو رپوټ کې ویلي چې ایران په تېر کال کې لږ تر لږه 582 بندیان په دار کړي دي، وایي دا له 2015م کال راهیسې د خلکو د تېزندۍ کولو تر ټولو لوړه کچه ده.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو ټولنې (ای ایچ آر) او په پېرس کې د مرګ د سزا خلاف کارکوونکي تنظیم (اي سي پي ایم) د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي چې د وړم کال په نسبت په ایران کې تېر کال د تېزندۍ سزاګانې 75 فیصده زیاتې شوې دي.

د رپوټ له مخې په 2021م کال کې هم په ایران کې 333 کسان په دار ځړول شوي وو.

دغو تنظیمونو په خپل رپوټ کې ویلي چې د ایران حکومت د خپل واک د ټینګ ساتلو لپاره هڅه کوي چې د مرګ له سزا څخه د خلکو د ډارولو او ځورولو په توګه کار واخلي.

رپوټ وایي تر نیمایي زیات هغه کسان چې په تېر کال کې په دار کړل شوي دي په هغوی باندې د قتل تورونه لګېدلي وو.

د بشري حقونو دغه تنظیمونه وایي د تېر کال په ستمبر کې چې د پولیسو په بند کې د مهسا امیني تر مړینې وروسته احتجاجونه پیل شول، د هغه په نتیجه کې "څلور احتجاج کوونکي تېزندۍ کړل شوي دي".

وایي ویره لري چې 100 نور کسان هم د مرګ او نورو سزاګانو تر څنګه له خطر سره مخ دي چې کېدای شي هغوی هم په دار کړل شي.

د ایران د بشري حقونو د ټولنې مشر محمود امیري مقدم وایي له احتجاجونو سره اړوند نړیوال غبرګون د تېزندۍ مخه ونیوله، خو وایي ایران د عامو خلکو د ویرولو لپاره له نورو تورونو سره مخ کسانو په دار کول پیل کړل چې خلک له احتجاجونو را وګرځوي:

"مظاهره کوونکو ته د مرګ د سزا اورولو خلاف نړیوالو غبرګونونو د [ایران] د اسلامي جمهوریت لپاره دا ستونزمنه کړې ده چې تېزندۍ ته دوام ورکړي".

د ایران د بشري حقونو تنظیمونو اندېښنه ښکاره کړې چې په تهران او نورو ښارونو کې د احتجاجونو له پیلېدو وروسته د نشه یي موادو په تړاو تېزندۍ یا اعدامونه هم ډېر زیات شوي دي.

رپوټ وایي‌ د احتجاجونو تر شروع کېدو وروسته چې څومره کسان په دار ځړول شوي دي د هغوی نیمایي او په 2022م کال کې په ټولو 582 تېزندیو کې 44 فیصده هغه کسان دي چې د نشه یي موادو اړوند تورونه پرې لګېدلي وو.

دغه تنظیمونه وایي په 2021م کال کې چې څومره خلک د نشه یي موادو په مقدمو کې په دار شوي دا د هغه په نسبت دوه چنده ډېر دی او د 2020م په نسبت لس چلنده ډېر دی.

په رپوټ کې ویل شوي چې په ټول هیواد کې د ټولو تېزندیو 30 فیصده برخه خلک د سني مسلمان بلوڅ اقلیت غړي دي، وایي دوی یواځې د ایران د ابادۍ له دوو تر شپږو فیصده برخه جوړوي.

یادونه:- په دې رپوټ کې د وي او اې فارسي او اې ایف پي له رپوټونو معلومات اخیستل شوي دي.