په افغانستان کی شپږ یاغی طالبان وژل شوي او لس تنه ژوندي نیول شوي دي

د امریکا اردو وایی چی امریکایی او افغان عسکرو په افغانستان کی شپږ یاغي طالبان د هغو نا آرامیو او جنگ جگړو په وخت وژلي دي چی په دې وروستیو ورځو کی طالبانو شروع کړي او کوشش کوی پارلمانی انتخابات چی د سیپټامبر په میاشت کی کیدونکي دي گډ وډ کړی . په یوه نظامی بیانیه کی چی په کابل کی خپره شوې ویل شوی دي چی دغه مبارزین وروسته له هغه ووژل شول چی د پاکستان سره سرحد ته نژدې د زابل په ولایت کی یې په ائتلافی قواو باندی چی د امنیت او ثبات را وستو دپاره عملیات کوی حمله وکړه . بیانیه وایی چی لس مشکوک یاغي طالبان ژوندي نیول شوی دي او افغان او امریکایی عسکرو ته تلفات نه دي اوښتي . طالبان او د هغوی اسلامی متحدان لکه القاعده او مربوط تروریستان یې زیاتره د افغانستان په هغو سیمو کی فعال دي چی د پاکستان سره سرحد ته نژدی واقع دي . کابل وایی چی د پاکستان قبایلي سیمو باقی پاته طالبانو ته پناه ورکړې ده مگر اسلام آباد دا خبره نه منی .