د پولی څرخی په زندان کې  بندیانو بلوا کړیده

افغان ماموران وائې،دکابل په یوزندان کې چې سخت امنیتی ترتیبان پکې نیول شویدی، طالبانو، القاعدی او په سلگونو نورو بندیانو دامنیت ساتوونکوسره دنښتی نه وروسته دزندان کنټرول په لاس کې واخسیت.

دزندان مامورین وائې، دغه بلوا دشنبی په شپه وروسته له هغې وشوه چې یوې ډلې بندیانو دنویو کالو یا یونیفارم داغوستلونه انکاروکړ. دغه نوی یونیفارم بندیانوته لدی کبله ورکول کیده چې دهغو کسانوسره ئې فرق وشی چې دبندیانو پوښتنی ته ورځی او داحتمالی تیښتی مخه ونیول شی.

اوو ‏طالبانو تیره میاشت له همدی طریقی نه په کاراخیستلوسره وکړای شول چې له زندان نه وتښتی .

مامورین وائې، لږترلږه دیارلس سوو ‏بندیانو په دغه بلوا کې برخه اخیستی وه .

پرون او نن سهار وختی دپولی چرخی په زندان کې ډزی اوریدلی شویدی. مقامات وائې، ساتوونکی ندی زخمی شوی مگر یوشمیر بندیان ټپی شویدی .

دنولسوه اویا‏ په لسیزه کې دپولی چرخی زندان جوړشویدی،

د نولسوه اتیا ‏ ‎ په لیسزه کې پکې په زرگونو هغو افغانانوته چې دکمونستانو ضد وو شکنجی ورکړل شوی او وژل شویدی . په دغه زندان کې اوس عادی جانیان اوهمدغه رازهغه کسان بندیان دی چې دالقاعدی او طالبانوسره ارتباط لری .