افغان مامورین وایی چی مشکوکو  یاغی طالبانو د غزنی په ولایت  کی د یوی ولسوالئ د استخباراتو مشر وژلی دی

دغه مقامات وایی چی نوموړئ دولتی مامور چی زلمئ خان نومیده د دوشنبی په ماښام کور ته روان وو . چی لاری کی پری حمله وشوه.

بلخوا په پایتخت کابل کی د امریکایانو یوی نظامی لارئ چی یوه بله لارئ هم ورپسی تړل شوی وه ، په سړک روان یو موټر سایکل سره ټکر شویده او په نتیجه کی یو تن مړ او بل ژوبل شویدی.

د امریکا د فوځ په وینا دغه دوه یو بل پوری تړل شوی لارئ چی کله د یو کوتل نه را کوزیدی نو مخی ته روان موټر سایکل یی ناحاپی بریک ووهه او دا لارئ پری د ډیر کوشش نه پس هم وندریدی او په موټر سایکل باندی ورغلی.

محلی خلک وایی چی دی لاریو کی یوه غټه لارئ د نیزدی یو کور سره هم جنگیدلی ده خو چا ته یی څه زیان نه دی رسولی.