برتانوی جنرال وايي طالبان له توقع څخه برخلاف قوي دي

د برتانیې یو عالي رتبه جنرال وايي په افغانستان کي د طالبانو بغاوت له توقع څخه برخلاف قوي دی، مگر د برتانیې قوه ددې ستونزي حلولو لپاره چمتو ده.

برید جنرال پطر وال نن د چهارشنبې په ورځ د بي بي سي سره په یوې مرکې کي وویل د برتانوي عسکرو د ډېرېدو سره سم به د طالبانو حملې هم زیاتي شي. مگر هغه زیاته کړه چي پدې وروستیو هفتو کي هر ځل چي د طالبانو سره جگړه شوې ده، سوبه د برتانوي عسکرو په برخه شوې ده.

د سې شبنې په ورځ، د افغانستان په جنوبي برخه کي دوه برتانوي عسکر د طالبانو په حمله کي ووژل شول. پدې حمله کي، لږترلږه ٢٦ مشکوک یاغیان او څلور افغان عسکر هم وژل شوي وو.

د برتانیې ٣٣ سوه عسکر د هغو په لسهاوو زرو ایتلافي قواو یوه برخه ده چي په افغانستان کي په یاغي طالبانو پسې گرځي.