بلوچستان کې پۀ امنيتي ځواکونو ځان مرګي بريدونو مرګ ژوبله واړوله

دپاکستان پۀ بلوچستان ايالت کې پۀ امنيتي ځواکونو ځان مرګي بريدونه اؤ حملې شوي دي چې له امله ئې د 6 ؤعسکرو پۀ ګډون لږ تر لږه 11 کسان مړۀ او ګڼ شمير ژوبل شوي دي.
دبلوچستان سر ښار کوئټې سره نزدې د کچ موړ پۀ امنيتي پوسته نن دزيارت پۀ ورځ يو تن ځان مرګي بريد وکړو چې په دغه بريد کې څوکسان مړۀ او ژوبل شول.
کله چې پوليسو او عامو خلکو په دغه پيښه کې د وژل شويو او ټپي شويو کسانو روغتون ته د وړلو هڅه کوله دپيښې پۀ ځائې کې ګڼ خلک راغونډ شول په دغه موقع يو بل ځان مرګي دخلکو پۀ منځ کې ځان والوزولو.
ازادې سرچينې وائي په دغو دواړو پيښو کې دځان وژونکيو پۀ ګډون ١١ کسان وژل شوي اوګڼ شميرژوبل دي.
پۀ وژل شويو کې ٦ تنه پوځيان هم ښودل کيږي.
خودپاکستانى ځواکونو وياند ميجرجنرال وحيدارشد ډيوه راډيو ته وويل پۀ بريدونو کې ټول 7 کسان وژل شوي چې 3 پکې پوځيان او 4 عام خلک دي.
بلخوا دکوئټې په هزار ګنج نومې سيمه کې نامعلومو وسله والو پۀ امنيتى ځواکونو يوسخت بريد وکړو چې له امله ئې دپوليسو يو کارمند وژل شوى او ګڼ نورژوبل دي.
دکوئټې دپوليسو يومشر رحمت الله نيازي دپيښې پۀ اړوند ژورنالستانو ته وويل دپوليسو او دمليشې دکارمندانو ګاډي پۀ سړک ګزمه کوله چې دهزار ګنج سيمه کې ورته نامعلومو وسله والو لاره ونيوله او غلچکى بريد يې پرې وکړو.
دپوليسو مشر وويل په دغه پيښه کې يو پوليس وژل شوى دى.
په بلوچستان کې ددغو پيښو څخه وروسته امنيتي تدابير سخت کړل شوي دي او دپوليسو لخوا دشکمنو کسانو کلکه څارنه کيږي. سرچينې وائى تراوسه پوليسو يوشمير شکمن کسان د پلټنو پۀ غرض نيولي هم دي.