سوات کې دامنيتي ځواکونو لخوا دطالب پلوه جنګياليو په ضد عمليات دوام لري اونن دګل په ورځ په ګټ،پيوچار،نمل اؤ شور سيمو باندې پوځيانو درنه ګوله باري کړې ده.
سرچينې وايي ګوله بارۍ کې دځايې طالب پلوه جنګياليوسنګرونه تباه کړل شوي او په ګڼ شمير تندرويان مړۀ او ژوبل شوي دي.
دځايې طالب پلوه جنګياليو دمشر مولانا فضل الله 3نزدې ملګري چې مولانا عبدالرشيد هم پکې شامل دى.
امنيتي ځواکونو نيولي او نامعلومه مقام ته يې بوتللي دي په کوزه بانډه او بره بانډه کې هم دمولانا فضل الله دپلوۍ په تور ګڼ شمير کسان نيول شوي دي.
داتوار او دګل په مينح شپه کې دسوات په منجه نومې سيمه کې دطالب پلوه جنګياليو دپياوړي قوماندان يونس په کور چورلکو ناتاره ډزې وکړې.
پوځيان په عملياتو کې تندرويانو ته داوښتې مرګ ژوبلې شميره نۀ په ډاګه کوي ولې دسيمې څخه ازادې سرچينې وايي داتوار او دګل دورځې په ډزو کې ګڼ شمير طالب پلوه تندرويان وژل شوي دي.
بلخوا دځايې طالبانو مشر مولانا فضل الله دايف ايم راډيو له لارې پوځ ته اخطار ورکړى دى چې په 10 ؤ ورځو کې دننه بايد دسيمې څخه اوځي.
بيګاه شپه مولانا فضل الله په ايف ايم راډيو اعلان وکړو مونږ اوس چريکي جنګ پيل کړى او کۀ په 10 ؤ ورځو کې پوځيان دسيمې څخه ونۀ وتل نو دسخت نقصان سره به مخ شي. مولانا فضل الله په سيمه کې دټولټاکنو دمخنيوي اعلان هم وکړو.
تړلي
1