لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دَ کامره ځانمرگي برید کې یو شمېر ماشومان ژوبل


دَ پاکستان دَ پنجاب صوبې شمالي ښارکامره کې دَ ماشومانو یو دَ سکول پر بس کې ځانمرگي برید له امله ووه کسان ژوبل شوي دي.
په ژوبل شوو کسانو کې پنځه ماشومان هم شامل دي.
چارواکي وایي چې دَ هوائي پوځ مرکز سره نزدې دغه پېښه کې دَ بس ډرائیور او یو بل محافظ هم ژوبل شوي دي.
دا ځانمرگي برید په داسې حال کې شوې چې تېره ورځ هم دَ سوات په سېمه کې ځانمرگي برید له کبله ١٢ کسان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG