لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دټولټاکنو په محال دترهه ګرۍ ګواښ نشته:حامد نواز


دپاکستان دکورنيو چارو موقتي وزير حامدنواز وايي دټولټاکنو په محال دترهه ګرۍ خطره ګواښ نشته.
ولې بيابه هم په حساسو سيمو اودرايې اچونې په مرکزونو(پولنګ سټيشنز) کې پوځ ځايې په ځايې کولى شي.
کراچۍ کې يوې دستورې ته دوينا څخه وروسته ژورنالستانو سره په خبرو کې ښاغلي نواز وويل دولت غواړي په ٨ مه جنورۍ کيدونکې ټولټاکنې په سوله ايزه فضاء کې په روڼ انده ډول ترسره شي.
او ددې له پاره بشپړ تيارۍ نيول شوي دي. دکورنيو چارو موقتي وزير زياته کړه دا محال په هيواد کې په عمومي ډول حالات په قابو کې دي.
او داسې هيڅ خطره نشته چې ګنې ترهه ګر به دټولټاکنو په محال ګډوډي رامينځته کړي.
حامد نوازوويل موقتي دولت دځينو نورو بنيادي کارونو ترڅنګ خپله ټوله پاملرنه دصفا سوتره ټولټاکنو ترسره کولولوري ته ګرځولې ده او مونږ هيله لرو په ٨ مه جنورۍ به په سوله ييزه فضاء کې دغه مهم پړاؤ بشپړ شي.
دکورنيو چارو مواقتي وزير دټولټاکنو په محال دترهه ګرۍ دپيښو دنۀ رامينځته کيدو باور په داسې حال کې ورکوي چې په پاکستان په ځانګړي ډول قبايلي سيمو او سوات کې دامنيت دخرابې وضعې له امله په پاکستاني وګړو کې سخته ويره ترهه او ناقراري خوره ده.
او خلک دټولټاکنو له پاره په کيدونکيوجلسو او نورو پروګرامونو کې له دې ويرې په ډاډه زړۀ برخه نۀ اخلي ترڅودکومې بدې پيښې سره مخ نۀ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG