لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دَ پاکستان کې راتلونکې ټولټاکنې بیخي سمې نشي کیدای: رچرډباؤچر


دامريکا دولتي چارواکي په دې نظر دي چې په راتلونکي مياشت کې په پاکستان کې کيدونکې ټولټاکنې دديموکراسۍ دټينګښت په اړه يوغوره ګام دى.
دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير رچرډ باؤچر دسينيټ دبهرنيو اړيکو په بابله کميټي ته دوينا په محال وويل هرڅو کۀ په راتلونکې مياشت کې دپاکستان دننه کيدونکې ټولټاکنې به په هره حواله بشپړه نۀ وي ولې بياهم درايې ورکړه ياټاکنې دډيموکراسۍ په لوري يوغوره ګام دى.
دامريکايي سينيټ دډيموکراتانو دډلې ځينې سناتوران دواشنګټن لخوا دکال ٢٠٠١ء څخه راپديخوا دپاکستان جمهوررئيس پرويزمشرف ته دورکړل کيدونکو ١٠ بلينه ډالرو دمرستې په اړه پوښتنې لري.
ښاغلي باؤچر وويل دپاکستان جمهوررئيس پرويزمشرف دپوځي يونيفارم دکوزولوژمنه ترسره کړې ده او اوس يې وعده کړې ده چې تر١٦ دسمبردهيواد څخه بيړنى حالت هم ختم کړي. رچرډباؤچر زياته کړه کۀ چرې دپاکستان ټولې خواوې پخپل هوډ او ژمنوودريږي نو داخبره شونې ده په دغه هيواد کې د ولسي هيلو سره سم ټولټاکنې ترسره اوپه حقيقي معنو کې ډيموکراسي ټينګه شي.
مرستيال خارجه وزير وويل دترهه ګرۍ په ضد روانې جگړه کې پاکستان دامريکا يو مهم ملګرى هيواد دى او امريکا لپاره ددغه هيواد برياليتوب ضروري دى.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG